اقتصادي کړکېچ؛ اوچا له افغانانو سره د ډنمارک مرسته وستایله
ډنمارک د افغانستان د بشري صندوق سره د سه شنبې په ورځ د اولس نیم میلیونه ډنمارکي کرونو چې دوه نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د بشري صندوق لپاره ټوله شوې مرسته د سختو اړمنو د لاسنیوي لپاره لګول کېږي.
اوچا په یوه ټوېټ کې ډنمارک د افغانستان د بشري صندوق متداومه تمویلونکی بللی او له نورو یې هم غوښتي چې په مرستو سره د انسانانو ژوند وژغوري.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
په دې وروستیو کې ګڼ ولایتونه له سېلابونو سخت زیانمن شوي او تر هغه مخکې د پکتیکا او خوست زرګونه کسانو ته په زلزلو کې مرګژوبله واوښته چې سختو مرستو ته اړتیا لري.