امریکا: په سوریه کې د داعش یو مشر وژل شوی
د امریکا پوځ پرون اعلان وکړ، چې په سوریه کې د داعش یو مشر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې ماهر العقال په برید کې وژل شوی او د داعش یو بل مهم غړی ټپي شوی دی. د امریکا بې پیلوټه الوتکې دا برید د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې په شمال ختیځ کې کړی دی.