د کابل لویدیځ برچي سیمه کې چاودنه شوې
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د برېښنايي پېژند پاڼو د یو مرکز مخې ته شوې.
ښاغلی ټکور وايي، په چاودنه کې دوه کسه عام خلک سطحي ټپیان شوې دي.
خو له سیمې بیا یوشمېر نا تأييد شوي راپورونه وايي چې چاودنه درنه و او تلفات هم لري.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د زمري په ۲۰مه طالب پلوی ملا شيخ رحيم الله حقاني هم کابل کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.