د 'شيطاني آيتونو' د کتاب ليکوال سلمان رشدي د يو بريد پر مهال سخت ژوبل شوی
د شیطاني آیتونو د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې د یوه سړي له خوا د چاړې په وسیله برید وشو او ویل کېږي چې سخت ټپي دی.
رشدي چې د ایران د رژیم د برید له وېرې پټ ګرځېده، پرون په نیویارک کې په یوه غونډه کې د وینا لپاره بلل شوی و.
پر ایراني الاصله برېتانوي لیکوال سلمان رشدي پرون سهار په نیویارک کې په یوه غونډه کې د یوه سړي له خوا برید وشو.
ټاکل شوې وه چې رشدي به په دې غونډه کې وینا کوي.
پولیسو په یو خبرپاڼه کې ویلي دي چې بریدکوونکي پر رشدي په داسې حال کې د چړې ګوزارونه وکړل چې نوموړی له یوه ژورنالېست سره د خبرو په حال کې و.
خبرپاڼه زیاتوي چې رشدي په غاړه کې په چاړه وهل شوی دی او په هیلیکوپټر کې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی دی.
۷۵ کلن رشدي کلونه کلونه پټ ګرځېده ځکه وېره یې لرله چې د ایران حکومت به یې ووژني.
دا کتاب په ۱۹۸۷ کال کې د لومړي ځل لپاره چاپ شو، خو یو کال وروسته یې په ایران کې پر خرڅلاو بندیز ولګېد.
د نړۍ ډېری مسلمانان په دې باور دي چې رشدي په دې کتاب کې کفر ویلی دی.
د ایران د هغه مهال مذهبي مشر آیت الله خمیني په ۱۹۸۸ کال کې د سلمان رشدي د اعدام غوښتنه کړې وه.
خو تردې دمه معلومه نه ده چې پر رشدي په پروني برید کې به د چا لاس وي.
د نیویارک پولیسو ویلي دي چې د دې برید په تور یې یوتن نیولی دی خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.