د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال د تصویر په ژبه
راروانه دوشنبه د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال پوره کېږي. دغه یو کال د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې لوړې ژورې درلودې.
جمهوریت سقوط شو او طالبانو د دوی په وینا هغه امارت اعلان کړی، چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.