Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د تاجکستان حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد لړۍ پيل کړې

د تاجکستان حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد لړۍ پيل کړې

په دې وروستیو کې د تاجکستان حکومت افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د لېږلو لړۍ پيل کړې ده چې، دې هېواد ته یې پنا ور وړې وه.

په تاجکستان کې افغان کډوال وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ او د تاجکستان حکومت له‌خوا د کډوالۍ کارتونه ورکړل شوي، بیا هم په دې وروستیو کې له دې هېواد ایستل کېږي.

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو په تاجکستان کې د تېر جمهوري حکومت سفیر محمد ظاهر اغبر ازادي راډيو ته وویل، د دې مسلې د حل لپاره یې د تاجکستان له حکومت او د کډوالو له نړۍوالو بنسټونو سره خبرې پیل کړې دي او هیله یې ښودلې چې دا مسله ژر حل شي.

يو افغان پناه غوښتونکی وايي: "د کور لپاره مې سودا پکار وه، په دې خاطر چې د ورځې نه شم راوتلی او وېرېږم، مجبور شوم چې د شپې له کوره راووځم."

دا افغان کډوال چې د  تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په کوڅو کې له دې ويرې چې وبه نيول شي، د شپې بازار ته روان دی چې کور ته د اړتیا وړ خوراکي توکي واخلي.

نوموړی چې نه غواړي، نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، یو نیم کال کېږي چې د امنیتي ستونزو له امله یې تاجکستان ته پنا وړې ده خو اوس په یاد هېواد کې هم په ډار او ويره کې ژوند کوي.

نوموړی وايي: "زه له ډېرې مجبورۍ دلته راغلی یم، اولاد ته مې خطر و، ما ته خطر و، زما په ګډون ټول افغانان دغسې ستونزې لري. که چېرې موږ افغانستان ته لاړ شو، بیا هم په خطر کې یوو او که دلته اوسېږو، له لوږې مرو، د ډيپورت له وېرې بهر وتلی نه شو. د کډوالو په سازمان غږ کوم چې زموږ لپاره دې یو څه وکړي، اوس موږ دلته له ډېرو سختو ستونزو سره مخ یو."

په تاجکستان کې مېشت افغان دغه کډوال وايي، دوی سره له دې چې د UNHCR د کډوالۍ کارتونه لري، د تاجکستان له حکومت سره هم ثبت دي او ګریزه کارت چې دوی ته په تاجکستان کې د کډوال په توګه د اوسېدو حق ورکوي او دوی یې د اخیستلو لپاره له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې ورکړي، هم لري، خو بیا هم د تاجکستان حکومت په دې وروستیو کې افغان کډوال له کورونو وباسي او افغانستان ته یې لېږي.

یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "سره له دې چې دا ټول کډوال د ملګرو ملتونو او تاجکستان د کډوالۍ کارتونه هم لري، هېڅ امکان نه‌لري چې دلته څوک غیرقانوني راشي، ټول قانوني کډوال دي خو اوس هر کس نیسي. یوه میاشت کېږي چې دا چاره پیل شوې خو په تېرو ۳ یا ۴ ورځو کې هره ورځ ۵۰ یا ۶۰ افغانستان ته لېږي، تېره شپه یې هم پنځه کورنۍ ولېږلې. خلکو بیخي روحیه له لاسه ورکړې او له کوره وتلی نه شي."

د رحیم په نوم یو ځوان چې ۶ ورځې مخکې له خپل ورور سره د تاجکستان د حکومت له لوري ونیول شو او افغانستان ته ولېږل شو، وايي نوره کورنۍ یې په تاجکستان پاتې ده او دی له خپل ورور سره په افغانستان کې دی.

نوموړی وايي، دومره وخت هم ور نه کړل شو چې خپلې کورنۍ ته زنګ وکړي او د نیول کېدو په اړه یې معلومات ورکړي.

هغه وايي: "موږ یې له یوه موټر څخه ښکته کړو او په بل موټر کې یې کېنولو، د امنیت خلک هم راسره و او سرحد ته یې راوستلو. ورته و مې ویل چې ګناه مو څه ده؟ هېڅ یې و نه ویل. هر څه مې چې ورته وویل چې موبایل مې را کړئ چې کورنۍ مې خبره کړم، اسناد لرو او تاسې بې دلیله موږ ډيپورټ کوئ، خو زموږ خبره یې وا نه‌ورېده او مستقیم یې سرحد ته راوړلو."

له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ازادي راډيو ته څه و نه ویل، خو په تاجکستان کې د تېر جمهوري حکومت سفیر محمد ظاهر اغبر له ازاډي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا چې یو شمېر افغانان له تاجکستان څخه بېرته لېږل شوي، لامل یې د تاجکستان د خپلواکۍ ورځې لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو نیول دي.

 نوموړی زیاتوي، په دې اړه یې د تاجکستان له حکومت او نورو نړۍوالو ادارو سره خبرې روانې دي چې دا ستونزه حل کړي.

ښاغلی اغبر وايي: "هغه دوستان چې اخراج شوي دي، له ټولو سره یې په اړیکه کې یم، کورنیو ته یې ورغلی یم او ټول اسنادونه مې یې له نېږدې لېدلي دي. اړتیا ده چې د دوی اسناد یو ځل بیا وارزول شي، زه له هغوی سره چې په افغانستان کې دي یا یې کورنۍ دلته دي، همدا ډول له نړۍوالو او د تاجکستان حکومت د کډوالو له بنسټونو سره په اړیکه کې یم. هیله من یم چې دا ارزونه په ښه ډول وشي، بیا یې ټول موارد له خلکو سره شریک کړو."

د تاجکستان حکومت تر دې مخکې ویلي و، هغه افغان کډوال یې له خپلې خاورې ایستلي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.

خو د شمېر په اړه یې جزیات نه وه ورکړي.

سره له دې چې په تاجکستان کې افغان سفیر د افغانانو د اخراجولو لامل د تاجکستان د حکومت لخوا امنیتي اندېښنې بولي خو افغان کډوال بیا ادعا کوي چې د کډوالۍ د نړۍوالو سازمانونو لخوا د تاجکستان حکومت ته د بودیجې له کمولو وروسته یاد هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده خو د کډوالۍ نړۍوالو سازمانونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د اګست په ۲۵مه د تاجکستان له‌خوا د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د خلکو د خوښې خلاف د هغو جبري ایستل ناقانونه کار دی چې د دې کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

هڅه مو وکړه له تاجکستانه د ویستل شویو افغانانو د شمېر او لامل په اړه په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هم وپوښتو، خو برېښنالیک مو ځواب نه شو.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Казани состоится церемония открытия Игр БРИКС

Тыгын Дархан, Мазары Бозеков и якутские знамена. Генеалогия Мазары Бозекова

Глава ЧВК "Енот" создал ОПГ под прикрытием военно-патриотического воспитания молодежи

Какую сумму оставят пенсионеру-должнику – ответ юриста

Музыкальные новости

LISA FM Александр Белоносов выпустил альбом «Родина Сердца: Дневник Психолога»

США и Европа "подготавливают" Россию и Ближний Восток для переселений?!

Собянин наградил выдающихся москвичей за профессиональные достижения

У сервисного локомотивного депо «Россошь – Пассажирская» появилась своя автомотриса

Новости России

Сергей Собянин поздравил москвичей с Днем России

МО: ракетчики отработают подготовку пусков из «Искандера» на учениях ядерных сил

Беременная женщина пострадала в ДТП на Новочеркасском бульваре в Москве

Число бронирований россиянами отелей в Крыму на июль выросло на 56% за год

Экология в России и мире

Маршруты и экскурсии: уникальная экспедиция по Новгородской области

1 массажное упражнение для лица, которое можно делать даже лежа в постели - щеки и овал лица подтянутся, а носогубные складки расправятся

Уход за кожей летом: мнение эксперта

Показания к применению калийсберегающих диуретиков. Эплеренон, антагонисты альдостерона, осмотические диуретики

Спорт в России и мире

Испанец Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Испанец Карлос Алькарас выиграл Открытый чемпионат Франции по теннису

Moscow.media

Северные ночи...

Портативный сканер штрих-кодов Heroje C1271 промышленного класса

Портативный ТСД корпоративного класса Saotron RT-T70

Каршеринг BelkaCar запустил летний спецпроект «Умные путешествия»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *