د بریتانیا پاچا: د الیزابت لارې ته دوام ورکوم
د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د ملکې الیزابت له مړینې وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې د خپلې مور لارې ته به دوام ورکړي.
چارلز چې د سپټمبر په اتمه د خپلې مور له مړینې وروسته د بریتانیا پاچا شو، وویل چې د خپلو خلکو لپاره هرراز خدمت ته چمتو دی.
د راپورونو له مخې ملکې دوهمې الیزابت په ۱۹۴۷ کال چې ۲۱ کلنه وه، په خپله وینا کې ویلي و، چې د بریتانیا او د ټولګټو هېوادونو خلکو ته خدمت غواړي.
نوموړې له اویا کلنې واکمنۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ مړه شوه.
تمه ده چې د هغې مړی به له سکاټلنډ څخه لندن ته ولېږدول شي خو په دې اړه چې کله به خاورو ته سپارل کېږي، تراوسه څه نه دي ویل شوي.
په پام کې ده چې د ملکي الیزابت د خښولو په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران برخه واخلي.