منظور پشتین: افغان نجونې په زور له زده کړو محرومېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په ۲۱مه پېړۍ کې افغان نجونې په زور د تعلیم له حقه بې برخې ساتل کېږي. پشتین پر خپل ټوېټر په پکتیا کې د هغو نجونو زده کوونکو د لاریون ستاینه کړې چې د خپلو ښوونځیو د پرانیستلو په خاطر یې کړی و. دا لاریون وروسته له هغه وشو چې په پکتیا کې یو ځل بیا د نجونو هغه ښوونځي د طالبانو له لوري وتړل شول چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو. منظور پشتین د نړۍ له ټولو وګړو او بنسټونو څخه غوښتي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د افغانانو غږ بدرګه کړي. Читать дальше...