بلوچستان: له ګاونډیو هېوادونو د ترکارۍ برامدکولو خلاف احتجاج کوونکي کروندګر نیول شوي
د بلوچستان د قلات ضلعې کروندګرو د سېپټېمبر پر اتمه پر دې خبره سخت احتجاج کړی وو چې مرکزي حکومت ولې له افغانستانه او ایرانه پیاز او ټماټر یا رومیان وارد کړې دي. د احتجاج پر مهال ځینو مظاهره کوونکیو له یوه کانټینره چې له ایرانه پکې ترکاري راوړل شوې وه، ټماټر غورځولي ول.