بلاول بوټو: افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي تمه لري، چې د طالبانو حکومت به د افغانستان امنیت خوندي کړي.
بلاول بوټو زرداري تېره ورځ له یو اندونیزیايي ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي، هیڅوک یا هیڅ هېواد نهغواړي، چې په کور کې يې ترهګري وده وکړي او نورې نړۍ ته ترې ګواښ پېښ شي.
نوموړي ويلي: "موږ هیله من یو چې د افغانستان یو کلن موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي ځکه چې دا د سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی."
ښاغلي زرداري ویلي، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
نوموړي افغانستان ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان حکومت د دولت د وزیرې حنا رباني کهر وروستي سفر ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې دواړو لوریو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او د اقتصادي راکړې ورکړې په زیاتېدو بحثونه وکړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چې افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډیان دي او ښه ګاونډيان به پاتې شي.
نوموړی دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې د سپین بولدک – چمن دروازې ته څېرمه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ټولیز ډول دواړو خواو ته په نښته کې ۷ تنه وژل شوي او نږدې دېرش نور ټپيان شول.
پاکستاني لوري ویلي، د طالب ځواکونو په ډزو په چمن کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، دغه شان په کندهار کې طالب چارواکو په دې نښته کې د یو طالب سرتېري وژل او د لسو نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، چې د افغانستان ثبات به سیمهییز اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
د طالبانو د حکومت ویاندویانو تازه د ښاغلي زرداري د نویو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د سیمي او نړۍ د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د طالبانو حکومت دغه شان په افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی، داسې مهال چې تازه د دوشنبې په ورځ د کابل په شهر نو سیمه کې د چینايي وګړو د استوګنې په یو هوټل د داعش ډلې په حمله کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبره ۵ چینايي وګړي ټپيان شول.
په دې ډلهییزه حمله کې یو شمېر ملکي افغانانو او طالب سرتېرو ته هم مرګژوبله واوښته خو دقیق شمېر يې نهدی معلوم.
د کابل ایمرجنسي روغتون بیا په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي و، چې له دې برید دغه روغتون ته اتلس ټپیان او درې وژل شوي ور وړل شوي دي.