Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2022

Новости за 14.12.2022

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه د پلاسټک استعمال کمولو پر موافقې کار کوي

ملګرې ملتونه تمه لري چې په ۲۰۲۴م کال کې به دوی یوې داسې لوظنامې ته ورسی چې ترمخه به یې په نړۍ کې د پلاسټکي شیانو استعمال راکم شي. څېړونکي وایي پلاسټکي شیانو اوبو ته غورزېدل هلته د سمندري ژویو ژوند په خطر کې اچوی او باید په دې اړه یوه تګلاره جوړه شي. نور تفصیل د رویټر اژانس په ویډیویي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د موسيقۍ نړيوالې شورا د طالبانو له‌خوا پر موسيقۍ بنديز کلتور وژنه بللې

د موسیقۍ نړیوالې شورا په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده. افغان پېژندل شوې سندر غاړې زرڅانګه چې په پېښور کې اوسیږي، وایي د طالبانو له راتګ وروسته یې افغانستان ته د پروګرامونو لپاره سندرو ویلو ته څوک نه ورغواړي. هغه چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده ازادي راډیو ته یې وویل، د همدې سندرو ویلو له لارې یې د کورنۍ نفقه برابروله خو اوس یې ورځ تر بلې اقتصادي حالت خرابیږي. نوموړې چې دم ګړۍ په پېښور کې تر خېمې لاندې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په 'بیګ بیش' لیګ کې افغان لوبغاړو ښه پيل وکړ

د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې له لوري پرون(سه شنبه) د بیګ بیش لیګ سيالیو پرانسته د سېډني تندر او میلبرن سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه چې تندر لوبډلې په وروستي توپ وګټله. افغان کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی فضل الحق فاروقي د سيډني تندر لوبډلې په ګټه ولوبېد چې په ۴ اورونو کې یې یوازې شل منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. د لوبډلې په بریا کې د فاروقي د توپ اچونې رول تر نورو توپ اچونکو غوره و. نن(چهارشنبه) بیا دویمه سيالي د اډليډسټرایکرز او سيډني سیکسرز ترمنځ ترسره شوه چې سټرایکرز په ۵۱ منډو وګټله. په دې دواړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د مېرمنو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمنه ده. پروانه د دوو ماشومانو مور او اوس بیا اميندواره ده، نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، خپل خاوند سره يو ځای کار کاوه او خپلې کورنۍ اړتياوي يې پوره کولې. پروانه چې له يو کال څخه ډېره موده کېږي اوزګاره ده، وايي، زه حتی دومره اقتصادي توان نه‌لرم چې په اميندوارۍ کې ډاکتر ته لاړه شم. پروانه دغه شان ادعا کوي، چې خپله ټوله ګاڼه يې د خپلې ۵ کلنۍ لور د درملنې لپاره خرڅه کړې ده. نوموړې وايي: "زه دې ته اړه شوم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سږ کال ټوله نړۍ کې ۳۶۳ ژورنالېستان بنديان شوي دي

په نړیواله کچه سږکال ۳۶۳ ژورنالېستان بندیان شوی دي چې دا کچه په تېرو درې لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده. د ژونالېستانو د مصؤنیت کمېټې نن (د یسمبر په ۱۴مه) ویلي د هغې احصایې له‌مخې چې دوی یې هر کال راټولوي، دا په تېرو دېرشو کلونو کې لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د زنداني شویو ژورنالېستانو دومره لوړ شمېر ثبتیږي. دې کمېټې ویلي دي چې، د ډیسمبر تر پیله ۳۶۳ ژورنالېستان د زندانونو د میلو تر شا وو چې دا د ۲۰۲۱ میلادي کال پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښېي. د ژونالېستانو د مصؤنیت د کمېټې د کلنۍ احصایې له‌مخې ایران... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې اووه قبایلي ضلعې او شپږ نیمه قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې. حکومت هغه مهال ویلي ول چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره به اربونه روپۍ لګوي. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د هغو ضلعو یوشمېر استازي وايي، ورسره ژمنې نه دي پوره شوې. حکومتي استازي وايي، د پرمختیايي او نورو چارو نه ترسره کېدو لامل د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د پیسو وېش پر سر د صوبو ترمینځ اختلافات دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ښايي ايران د ملګرو ملتونو د ښځو چارو له کمېسيون و ايستل شي

یو شمېر دپیلوماټان وايي، ظاهرا داسې ښکاري چې ایران به د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې د ښځو او نجونو د حقونو د ضد پالیسو له امله له دې سازمان څخه وشړل شي. خو تمه کېږي چې یو شمېر هېوادونه به د امریکا متحده ایالتونو د دې غوښتنې له منلو ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا چې ۵۴ هېوادونه په‌کې غړیتوب لري، نن به د امریکا متحده ایالتونو هغه پرېکړه لیک ته رای ورکړي چې په دغه سازمان کې د ایران د پاتې مودې څخه دغه هېواد په سمدستي توګه لرې کړي. اوس ایران د ملګرو ملتونو د ښځو چارو کمېسیون کې تر ۲۰۲۶ کاله پورې غړیتوب لري.

Pa.azadiradio.com 

بلاول بوټو: افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي تمه لري، چې د طالبانو حکومت به د افغانستان امنیت خوندي کړي. بلاول بوټو زرداري تېره ورځ له یو اندونیزیايي ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي، هیڅوک یا هیڅ هېواد نه‌غواړي، چې په کور کې يې ترهګري وده وکړي او نورې نړۍ ته ترې ګواښ پېښ شي. نوموړي ويلي: "موږ هیله من یو چې د افغانستان یو کلن موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي ځکه چې دا د سولې او سوکالۍ لپاره اساسي شرط دی." ښاغلي زرداري ویلي، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مالټو قرارداديان: د ننګرهار مالټو ته دې نړيوال بازار پيدا شي

د ننګرهار د کانال رياست اړوند د مالټو د بڼوڼو قراردایان او کارکوونکي وايي، د تېر کال په څېر سږ کال هم دوی د مالټو له بڼونو، سلګونه ټنه حاصلات راټول کړي دي. د مجيب الرحمن په نوم د مالټو يو تن قراردادي ازادي راډيو ته وويل، که څه هم د اقليمي بدلون او د هوا د تودوخې له امله د مالټو حاصلات اغېزمن شوي دي، خو په خبره يې، بيا هم د دوی حاصلات د افغانستان د بازارونو غوښتنه پوره کولی شي. نوموړی د طالبانو له حکومت نه د ننګرهار مالټو ته ګاونديو هېوادونو کې هم د بازار غوښتنه کوي. نوموړي وويل: "سږ کال موسم... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عراقی هنرمند پر دېوالونو په انځورګرۍ سره ارزښتونه پالل غواړي

د عراق په شمال کې یو هنرمند وایي چې هغه د خپل کلي پر دېوالونو انځورګري کوي او هڅه کوي چې په خپل دغه هنر کې پخواني روایات او کلتوري ارزښتونه ځوان نسل ته وښيي. نوموړی وایي غواړي چې ځوانان یې هغه زاړه ارزښتونه هېر نکړي چې د دوی د ټولنې شناخت جوړ شوي دي. په دې اړه تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين صدراعظم: د زاپوريژيا له اټومي بټۍ د درنو وسلو د ليرې کولو پر موافقې کار روان دی

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال Denys Shmyhal وايي چې، د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه د درنو وسلو د لیرې کولو پر موافقې لاهم کار روان دی. خو دی وايي پر دې موافقه شوې چې د اوکراین دې اټومي بټۍ ته به د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA ټیمونه د څارنې لپاره استول کېږي. ښاغلي شمیهال په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون او د IAEA له مشر رافایل ګروسي سره د زاپوریژیا د تاسیساتو په اړه تر خبرو وروسته وویل چې، په دې اړه جزییات تراوسه نه‌دي روښانه شوي. زاپوریژیا ته د IAEA د څارونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو بهرنيو سېلانيانو ته يو شمېر ولايتونو کې د مارغانو د ښکار اجازه ورکړې

د طالبانو حکومت بهرنیو سېلانیانو ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو مارغانو د ښکار اجازه ورکړې. باختر خبري اژانس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دې وزارت د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت د دې مارغانو د قانوني ښکار په اړه له بهرنیو سېلانیانو سره یو تړون لاسلیک کړی. سرچینې ویلي چې د یو شمېر هېوادونو سېلانیان د هرات، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په سیمو کې د هوبړه ډوله مارغانو د ښکار مینه‌وال دي. د باختر په راپور کې د دې هېوادونو نوم نه‌دی یاد شوی. خبر زیاتوي چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د نړۍ له محرومو ښځو لپاره د ۱،۲ مليارده ډالره بسپنې غوښتنه کړې

ملګروملتونو د افغان مېرمنو په ګډون د نړۍ له محرومو ښځو سره د مرستې لپاره پرون د ۱،۲ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه وکړه. د ملګروملتو اړوند د وګړو صندوق چې په ټوله نړۍ کې د زېږون پرمهال د ښځو د روغتیا لپاره هڅه کوي، دا بسپنه د را روان کال په ترڅ کې د دې هدف لپاره غوښتې ده. نوموړی صندوق غواړي د نړۍ د ۶۵ هېوادونو ښځو ته چې په دې ډله کې د افغانستان، سوریې او یمن په ګډون جګړه ځپلي هېوادونه هم شامل دي دا مرستې ورسوي.

Pa.azadiradio.com 

مراکش او فرانسه په دویمه نیمه پایلوبه کې لوبېږي

د قطر د فوټبال نړیوال جام سياليو دویمه نیمه پایلوبه به نن د کابل پر مهال د شپې ناوخته د مراکش او فرانسې ترمنځ ترسره شي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ارجنټاین ۳ـ۰ کروویشیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت. فرانسې په کوارټرفاینل پړاو کې غښتلې لوبډلې انګلستان ته ۲ـ۱ او مراکش بیا په پنالټي شوټونو کې هسپانیې ته تر ماتې ورکولو وروسته په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې ده. د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال د روان نړیوال جام پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان فعالانو دغه هېواد کې د ازادې اروپا / ازادي راډيو پر وېبپاڼه د بنديز ليرې کېدو غوښتنه کړې

د قرغزستان شاوخوا یو سل او شلو پېژندل شویو کسانو د لیکوالانو، ممثلانو او بشري حقونو د فعالانو په شمول د خپل هېواد له ولسمشره غوښتې دي چې د ازادي اروپا/ازادي راډیو پر وېبپانې لګیدلی بندیز لرې کړي. د دې کسانو پرانیستی لیک پرون د قرغزستان د ولسمشر، د پارلمان د رئیس او نورو چارواکو په نوم خپور شو. په دې لیک کې ټینګار شوی دی چې د بیان ازادي د قرغزستان د خلکو لپاره یوه ارزښت دی چې باید خوندی شي. د قرغزستان حکومت د اکتوبر په شپږ ویشتمه د ازاتیک په نوم د ازادې اروپا/ازادي راډیو وېپپاڼه په دغه هېواد کې بنده کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د لاريونوالو د اعدام په اړه يو ځل بيا اندېښنه وښودل شوه

د ایران په اوین زندان کې یو شمېر سیاسي ښځینه زندانیانو د یوه لیک په ترڅ کې خپله اندېښنه د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو د اعدام د حکم په اړه څرګنده کړې ده. دا ښځې چې شمېر یې اتلسو ته رسیږي په دې لیک کې له خلکو غوښتې دي چې دوی هم د اعدامونو او د اعتراض کوونکو د نیولو په تړاو خپل مخالفت وښیي. دې ښځو د محسن شکاري اعدام ښکاره جنایت بللی دی. درویشت کلن محسن شکاري د امنیتي ځواکونو د یوه تن د ټپي کېدو په تور د پنجشنبې په ورځ اعدام شو. ایران د دوشنبې په ورځ یو بل معترض مجید رضا رهنورد د دوو امنیتي سرتیرو د وژلو په تور اعدام کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان د پکتيکا له زلزله‌ځپلو سره مرستې کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د قزاقستان د مرستې ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې دا کومکونه په داسې مهم وخت کې اړمنو ته رسیږي چې هوا سړه شوې ده. د دې کمېشنرۍ د رسنیو د برخې مسوول پیتر کسلر پرون ازادي راډیو ته وویل، د ګیان او برمل ولسوالیو له زلزله ځپلیو سره به د قزاقستان مرستې روانه اونۍ سیمې ته ورسیږي. د ښاغلي کسلر په وینا، د قزاقستان په مرستو کې، تودې جامې، کمپلې او د کور اړین وسایل شامل دي. د جون په دوه ویشتمه د پکتیکا په برمل او ګیان او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: اوس مهال شپږ ميليونه افغانان له قحطۍ سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ښځو د پياوړتیا او جنسیتي برابرۍ اداره وایي، د اوس لپاره لږ تر لږه شپږ میلیونه افغانان د قحطۍ په درشل کې ژوند کوي. دې ادارې پرون په یو لړ ټویټونو کې ولیکل چې د بشري بحران ترڅنګ د لومړنیو حقونو په وړاندې سخت محدودیتونه، دا ښیي چې افغان مېرمنې او نجونې تر ټولو شاته پاتې دي. د دې ادارې په وینا، افغان نجونو او ښځو ته خدمات لږ رسیږي، دوی له محرم پرته د سفر او له کوره بهر د کار له بندیزونو سره مخامخ دي. د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين په ختيځ کې جګړه؛ روسيې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی

د اوکراین او روسیې ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې په سخته جګړه کې ښکېل دي، ماسکو په څو لوریو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې. په دې ترڅ کې لوېدیځوالو او متحدانو یې د اوکراین د انرژۍ د زېربناو د بیارغاونې لپاره د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زلنسکي تر غوښتنې، له کییف سره د ډېرو مرستو ژمنه کړې ده. د اوکراین د لوی درستیز دفتر څرګندوي چې روسیي ځواکونو د اوکراین په ختیځ او مرکزي سیمو کې پر لیمان، باخموت، اودیفکا او زاپروژیا کې حملو ته ادامه ورکړې ده او په پټو سترګو هم پوځي تاسیسات او هم د ملکیانو استوګنځایونه په نښه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې وروستي بريد ته د کرن ډېکر غبرګون: د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې نه‌شي پټېدلی

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې په کابل کې د لونګان پر هوټل د دوشنبې په ورځ د داعش برید وغانده. کرن ډیکر پرون په ټویټر کې ولیکل: "ګرانه ده چې په افغانستان کې پر بهرنیو د بریدونو پر لړۍ او د ډزو په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې پټې شي." لونګان هوټل د عوامو په مینځ کې په چینایي هوټل مشهور دی، پر دې هوټل د دوشنبې د ورځې برید پراخ غبرګونونه لرل. د چین د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د دوی پنځه اتباع ټپیان شوې دي، تر دې مخکې د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي و چې درې مړي او اتلس ټپیان دوی ته وروړل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې روانه اوونۍ د پکتيکا سلګونه زلزله‌ځپلو ته نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شي

تمه ده چې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره د پکتیکا په برمل ولسوالي کې روانه اوونۍ په سلګونو کورونه زلزله ځپلیو ته وسپاري. یواین‌ایچ‌سي‌ار د دې کورونو د نژدې تکمیلېدو خبر په داسې وخت کې ورکوي چې د پکتیکا د بلې ولسوالۍ، ګیان زلزله ځپلیو ازادي راډیو ته وویل، که یې غم ژر تر ژره ونه خوړل شي تر زلزلې به د یخنۍ له امله د قربانیانو شمېر زیات شي. د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پنځه سوه کورونو د جوړېدو چارې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي. زلزلې د جون په دوه ویشتمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلومبرګ: د کابل شهرنو کې چینايي ډیپلوماټان او سوادګر په نښه شوي وو

بلومبرګ: د بلومبرګ خپرونې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه ملېمستون وروستي برید باندې تمرکز کړی دی. په مطلب کې راغلي، دغې برید کې هغه ځای په نښه شوی و چې چینايي ډیپلوماټان او سوادګر په کې مېشت وو. د دې برید مسوولیت د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی. په مطلب کې وړاندې راځي، په دې حمله کې د چین وګړي په نښه شول، هغه هېواد چې د بلومبرګ په وینا له څو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راوروسته له دوی سره نږدې اړیکې لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون د ډسمبر په... Читать дальше...


Выставка «Здесь Родины моей начало» открылась в галерее «Загорье»

Врач из Иркутска купил квартиру для своей семьи в Подмосковье

«585*ЗОЛОТОЙ» назвала топ-10 самых популярных драгоценных камней в России

Россия высылает сотрудника британского посольства



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Выставка «Здесь Родины моей начало» открылась в галерее «Загорье»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об изменениях в налоговом и бюджетном законодательстве России

Россия высылает сотрудника британского посольства

Орловская команда взяла серебро на Всероссийском конкурсе «Кибердром.2024»

Музыкальные новости

В Москве пройдет заплыв «Кубок Чемпионов» от организаторов Swimcup. В старте, который пройдет в гребном канале «Москва», примут участие более 1000 пловцов

На Улан-Удэнском ЛВРЗ запустили новый профориентационный проект

В Армении прошел крупнейший на постсоветском пространстве «Бессмертный полк». Видео. Фоторяд

ПОДГОТОВИТЬСЯ К ЛЕТНЕМУ СЕЗОНУ? ЛЕГКО! ВМЕСТЕ С ПЛАТФОРМОЙ FITSTARS НА УМНЫХ ТЕЛЕВИЗОРАХ LG

Новости России

МИД Литвы вызвал представителя РФ и выразил протест

Инструменты для работы на внешних рынках представят на конференции в Архангельске

Выставка «Здесь Родины моей начало» открылась в галерее «Загорье»

Россия высылает сотрудника британского посольства

Экология в России и мире

Фестивальный праздник «Музыка моего города» в Улан-Удэ включил в программу спектакль Театра кукол «Ульгэр»: Россия и Культура, Праздник и Дети

С чем носить джинсовое платье этой весной: примеры образов

СЛД «Чита» филиала «Забайкальский» ООО «ЛокоТех-Сервис» пополнило экспозицию выставки «БАМ: наследие для будущего»

Стало известно, куда неожиданно и массово устремились российские туристы на майские: это оказался вовсе не обычный курорт, а работающий по специальному закону

Спорт в России и мире

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме

Теннисист Медведев может потерять свое место в рейтинге ATP

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме

Соболенко — Коллинз: белоруска выиграла первый сет в полуфинале Рима

Moscow.media

Патриотическую акцию «Синий платочек» провели в Нижнем Новгороде в день прибытия «Поезда Победы»

Роботы-курьеры «Яндекса» будут доставлять заказы в ещё нескольких районах Москвы

15 мая в системе Следственного комитета Российской Федерации отмечается 157-я годовщина со Дня образования военных следственных органов

Под зеленым куполом







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *