سږ کال ټوله نړۍ کې ۳۶۳ ژورنالېستان بنديان شوي دي
په نړیواله کچه سږکال ۳۶۳ ژورنالېستان بندیان شوی دي چې دا کچه په تېرو درې لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده.
د ژونالېستانو د مصؤنیت کمېټې نن (د یسمبر په ۱۴مه) ویلي د هغې احصایې لهمخې چې دوی یې هر کال راټولوي، دا په تېرو دېرشو کلونو کې لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د زنداني شویو ژورنالېستانو دومره لوړ شمېر ثبتیږي.
دې کمېټې ویلي دي چې، د ډیسمبر تر پیله ۳۶۳ ژورنالېستان د زندانونو د میلو تر شا وو چې دا د ۲۰۲۱ میلادي کال پرتله ۲۰ سلنه لوړوالی ښېي.
د ژونالېستانو د مصؤنیت د کمېټې د کلنۍ احصایې لهمخې ایران د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ژورنالېستان بندیان کړي چې ترې وروسته چین، میانمار، ترکیه او بیلاورس د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوي چې ډېر ژورنالېستان پهکې بندیان دي.