مسک: په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې
د سپېس ایکس کمپنۍ خاوند ایلن مسک پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې دي.
ښاغلي مسک دا خبر داسې وخت اعلان کړ چې په وروستیو ورځو کې ایران ته په قاچاقي ډول د سټارلېنک ټکنالوژۍ د وړلو خبرونه خپاره شوي وو.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د خبري سرچینو په قول راپور ورکړی چې په ایران کې د اعتراضونو له پیله دغه هېواد ته د سټارلېنک د انټرنېټي شپوږمکۍ د وصلېدو کابو ۲۰۰ ترمینلونه ایران ته قاچاق شوي دي.
ایران په خپلې خاورې کې دا الې منع اعلان کړي او هڅه کوي چې کشف او ضبط یې کړي.