Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2022

Новости за 27.12.2022

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د 'اسلامي دولت' ډلې د فعاليتونو په اړه يو ځل بيا اندېښنې راپورته شوي

د داعش ډلې له‌خوا په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندان له وژل کېدو وروسته اوس یو شمېر پوځي او سیاسي کارپوهان د دغې ډلې فعالیت د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ بولي. يو کس چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته يې وویل، چې وروستیو بریدونو اندېښمن کړی. نوموړی وايي: "افغانستان باید د نورو هېوادونو په څېر خوندي وي، ځکه که دا کار ونه شي، نو دا به د افغانستان د وګړو او هغه چا لپاره مناسب نه‌وي چې د افغانستان په څېر په یوه ځای کې اوسېږي او تل به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر کورنۍ: د نجونو د تحصيل لپاره ګاونډيو هېوادونو ته کډه کوو

په افغانستان کې د نجونو پر تحصیل له بندیز وروسته یو شمېر کورنیو د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې په هدف د کډوالۍ تکل کړی دی. دغه کورنۍ وايي، نه‌غواړي پر لوڼو یې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ ترخې تجربې تکرار شي. د کابل یو اوسېدونکى چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي، نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، غواړي د خپلې کورنۍ د درېیو غړو سره یو ځای ایران ته ولاړ شي تر څو لوڼې یې زده‌کړې وکړي. دى وایي، دوه لوڼې لري چې یوې یې تر شپږم ټولګي زده‌کړې کړي او بله یې د لومړي ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړی وايي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نیویارک: د واورې توپان لسګونه کسان وژلي

د امریکې په نیویارک ریاست کې د واورو د توپان له وجې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوې دي. د نیویارک چارواکو د دسمبر پر ۲۶مه وویل چې د توپان له وجې زیاتره مرګ ژوبله د دې ریاست په غربي سیمو کې اوښتې. د نیویارک ریاست په متاثره سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی او زیاتره لویې او وړې لارې د ټرېفیک په وړاندې تړل شوې دي. د چارواکو په وینا د واورو د ورښت څپه دوام لري خو دوی هڅه کوي چې متاثرینو ته هر ډول مرستې ورسوي او په دې لړ کې ورسره د ولسشمر دفتر هم ملاتړ کوي. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ چې منورشاه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهاري کروندګر: د زراعتي افتونو د مخنيوي لپاره وسايل نه‌لرو

کندهار کې کروندګر شکایت کوي چې د زراعتي افتونو د مخنیوي لپاره، د دواپاشۍ عصري او پر مختللو وسایلو ته لاس‌رسی نه‌لري. کروندګر وايي، د عصري وسایلو د نشتوالي له امله یې هر کال د حاصلاتو یو برخه له منځه ځي. بل‌خوا د طالبانو د کرنې ریاست مسوولين د کروندګرو دغه ستونزه مني او وايي چې ریاست یې د دواپاشۍ کافي وسایل نه‌لري چي ټولو بزګرانو او باغ لرونکو ته يې ورکړي. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسيې د اوکراين پر لوېديځ د بريدونو نوې لړۍ پيل کړې

د اوکراین لوی درستیز وايي چې روسيې د اوکراین په لوېدیځ کې پر باخموت او اودیوکا ښارونو باندې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړی ده. دا په داسې حال کې ده چې لوهانسک او خارکیف په مسلسل ډول د مسکو له‌خوا تر برید لاندې دي. د برېتانیايي د دفاع وزارت هم په خپل سهارنۍ خبري بولټن کې دا تایید کړه چې روسيې د اوکراین په لوېدیځ کې پر دونتسک او لوهانسک سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې بریدونه پر باخموت، لوهانسک او سواتوف متمرکزه وو. په همدې حال کې د روسيې ځواکونو سر قومندانۍ اعلان کړی چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو ليک: زموږ د مظلومو خویندو پر مخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی او په‌کې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. "هیله درڅخه لرو ترڅو زموږ د مظلوموخویندو پرمخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ." دا د هغه لیک یوه کرښه ده، چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده‌کړو وزارت ته لیکلی او په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی. د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل محبوب چې له خپلو نورو محصلانو سره یې په ګډه دغه لیک لیکلی وایي، چې د دوی هلې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د نجونو په تعلیم بندیز طالبان له نیوکو سره مخامخ کړي

د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده.

Pa.azadiradio.com 

افغان هنرمند افغانستان ته د ستنېدو زیاتې هیلې نه لري

افغان هنرمند افغانستان ته د ستنېدو زیاتې هیلې نه لري پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ افغان هنرمندان پاکستان ته کډوال شول. فیض محمد سخي له هغو یو دی چې اوسمهال په پېښور کې د رباب او موسیقۍ درس ورکوي. دی وايي، په پېښور کې له یوشمېر ستونزو سره مخامخ دی او پولیس یې هم ځوروي. خو په هغه ښار کې د هنرمندانو یوه ټولنه له کډوالو هنري ملګرو سره مرستې کوي. سخي وايي د افغانستان حالاتو ته چې ګوري ښايي بیا خپل هېواد ته ستون نه شي. زموږ د همکار وسیم سجاد ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې دوو نورو خیریه موسسو هم خپل فعالیتونه وځنډول

د طالبانو له‌خوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو له کار بندیز وروسته، دوو نورو خیریه موسسو کریسچن ایډ Christian Aid او اکشن ایډ "Action Aid" خپلې چارې په افغانستان کې ځنډولي دي. دې دواړو موسسو ویلي، د طالبانو دې پرېکړې ناهیلي کړي دي. سکینه حسیني نومېږي او په کابل کې یې له یوې خیریه نادولتي موسسې کار کاوه. هغه وايي، د ټولې کورنۍ مسوولیت یې ور تر غاړې و، خو په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز سره به یې ټوله کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ کړي. هغې وویل: "زه یوازې د خپلې کورنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د ځینو مېرمنو ادعا: طالبانو له کوره د ښځو په وتلو بندیز لګولی

په ارزګان کې یو شمېر ښځې وايي،  طالبانو ورته ویلي نوربه له کورونو نه راوځي. دو وايي، د طالبانو دا پرېکړه ورته هېڅ د منلو وړه نه ده او وايي، چې ژوند کول د دوی حق دی. دوی وویل، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. په ارزګان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست مسوولان بیا دا خبر ردوي او وايي، چې دوی تراوسه پورې یوې ښځې ته هم دا نه دي ویلي چې له کوره دې نه راوځي. نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنیټ له ښځو سره د طالبانو د جنسیتي تبعیض په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه جدي څاري. ریچارډ بېنیټ دا محدویتونه او بندیزونه د بشري حقونو څخه سرغړونه بولي. ریچارډ بېنیټ پرون له امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، له نړیوالې محکمې غواړي، چې د طالبانو له خوا ښځو سره د جنسیت پر بنسټ چلند او ځورونه وڅېړي.  بېنیټ​ دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې طالبانو همدا څو ورځو کې افغان نجونې او ښځې پوهنتونو ته له تلو او په غیر دولتي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عراق کې رضاکاران د کوڅو سپیو او پیشوګانو درملنه کوي

د عراق د کردستان په سلیمانیه کې د ژغورونکو یوه ډله د لارو کوڅو ځناورو درملنه کوي او خواړه ورکوي. دوی وايي، د سپیو او پیشوګانو په ګډون د نورو ځناورو د درملنې او خوراکي اړتیاوو په اړه د پوهاوي کیمپېنونه هم چلوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Mashaalradio.com 

د سعودي عرب د خیبر لرغونو اثارو بیارغونې چارې روانې دي

د سعودي عرب په پخواني ښار خیبر کې د لرغونو اثارو د بیارغونې چارې روانې دي. ویل کېږي چې په خیبر کې پخوا د مسلمانانو او یهودانو ترمینځ نښتې هم شوې وې. په هغه سیمه کې یوه کلا ده چې ورته ګڼ سیلانیان ورځي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

له ښځو سره د طالبانو د جنسیتي تبعیض په تړاو د څېړنو غوښتنه شوې

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنیټ د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو له لوري له ښځو سره د جنسیتي تبعیض په هکله څېړنه وکړي. ده پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه د بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا موضوع به په جدي ډول تعقیب شي. بېنیټ امریکا غږ ته وویل چې اعلامیې او ټویټونه کفایت نه کوي ځکه یې په خپله د هاګ د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې دا موضوع وارزوي. طالبانو تېره اوونۍ د یوه فرمان په خپرولو د افغانستان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: طالبان د ټولنې له ټولو برخو د ښځو چاڼول غواړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلیفرلي وايي، طالبان غواړي چې ښځې د افغان ټولنې له ټولو برخو چاڼ کړي. د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو پر بندیزونو په غبرګون کې له هغوی وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې له دې کبله به میلیونونه افغانان له کړاوونو سره مخامخ شي. طالبانو تېره اوونۍ د یوه فرمان په خپرولو د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو پر لوړو زده کړې بندیز ولګاوه. دغه راز طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له ازبکستان سره د راکړې ورکړې ۹ یادښتونه لاسلیک کړي

پاکستان وايي چې له ازبکستان سره د خپلمنځي راکړې ورکړې د زیاتولو لپاره یې پرون دوشنبې ۹ یادښتونه لاسلیک کړل. د پاکستان د سوداګرۍ وزیر سیدنوید قمر او د ازبکستان د صدراعظم مرستیال خوجه یف جمشید عبدالحاکمو ویچ موافقه وکړه چې د دوو هېوادونو سوداګرو ته به د سوداګري راکړو ورکړو د فرصتونو په اړه معلوماتي غونډې جوړې کړي او هڅه به وکړي چې یو بل ته واردات او صادرات په کال کې یو میلیارد ډالرو ته زیات کړي. ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې سوداګري راکړه ورکړه کوي. ازبکستان لېواله دی چې د افغانستان له لارې خپله ریللار تر پاکستانه وغځوي.

Pa.azadiradio.com 

مسک: په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې

د سپېس ایکس کمپنۍ خاوند ایلن مسک پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې په ایران کې د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټ کابو سل الې فعالې شوې دي. ښاغلي مسک دا خبر داسې وخت اعلان کړ چې په وروستیو ورځو کې ایران ته په قاچاقي ډول د سټارلېنک ټکنالوژۍ د وړلو خبرونه خپاره شوي وو. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د خبري سرچینو په قول راپور ورکړی چې په ایران کې د اعتراضونو له پیله دغه هېواد ته د سټارلېنک د انټرنېټي شپوږمکۍ د وصلېدو کابو ۲۰۰ ترمینلونه ایران ته قاچاق شوي دي. ایران په خپلې خاورې کې دا الې منع اعلان کړي او هڅه کوي چې کشف او ضبط یې کړي.

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان فوټبال لیګ سیالۍ بېرته پیل شوې

د فوټبال نړیوال جام لپاره د انګلستان فوټبال لیګ ځنډول شوې سیالۍ تېره شپه یو وار بیا پيل شوې چې په ترڅ کې یې ۷ لوبې ترسره شوې. لومړنۍ لوبه د برینټ فورډ او ټوټینم ترمنځ ۲ـ۲ مساوي پای ته ورسېده، په دویمه لوبه کې بیا فولهم ۳ـ۰ کرسټل پیلیس ته ماتې ورکړه. دغه راز په ترتیب سره ولوهامټن ۲ـ۱ ایورټن ته، نیوکاسل یونایټیډ۳ـ۰ لیسټر سیټي ته، برایټن ۳ـ۱ ساوټمپټن ته، لېورپول ۳ـ۱ اسټن ویلا ته او د ورځې په وروستۍ لوبه کې ارسنال ۳ـ۱ ویسټهام یونایټیډ ته ماتې ورکړې. ارسنال او نیوکاسل لوبډلو تر پرونیو بریاوو وروسته په درجه بندۍ کې لومړی او دویم مقام خپل کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربستان او پاکستان په ټولنه کې د افغان ښځو پر حقونو او ونډه ټینګار کړی

د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان ښځو د حقونو او په ټولنه کې د مساوي ګډون په اړه خبرې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلاول بوټو زرداري دوشنبه ناوخته له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان آل سعود سره په ټيلیفون د ګڼو نورو خپلمنځي مسایلو سربېره د افغانستان اړوند موضوع ګانې یادې کړي. د اعلامیې په اساس د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو د حقونو د تامین په اهمیت ټینګار کړی او دا چې باید د ژوند په ټولو برخو کې پوره ونډه ورکړل شي. دوی همدارنګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایراني فوټبالر 'علي دايي' د کورنۍ غړي بېرته دغه هېواد ته ستانه کړای شوي

د ایران امنیتي ځواکونو هغه الوتکه بېرته راستنه کړه چې د دغه هېواد د مشهوره فوټبالر علي دایي مېرمن لور یې له ایران څخه دوبۍ ته لېږدولې. د راپورونو له مخې، د ماهان تهران هوایي شرکت الوتکه نن سهار له تهران څخه دوبۍ ته روانه وه، خو دغه الوتکه یو ساعت وروسته په کیش کې راښکته شوه او د ایران د اسلامی جمهوریت امنیتي مامورانو د دايي مېرمن او لور له الوتکې وایستلې. علي دايي چې د ایران او اسیا د زیاتو ګولونو ریکارډ په خپل نوم لري په دې وروستیو کې یې د ایراني مظاهره چیانو په پلوۍ ځینې فعالیتونه کړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او عربستان په پاکستان کې خپلو اتباعو او ډیپلوماټانو ته امنیتي خبرداری ورکړی

سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتونو په پاکستان کې خپلو اتباعو او د سفارت کارکوونکو ته امنیتی خبرداری ورکړی دی. په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت دوشنبه ماښام په دې اړه په خپل ټوېټر یو بیان خپور کړی. په بیان کې د سفارت ټولو کارکوونکو او د سعودي عربستان اتباعو ته چې په پاکستان کې دي خبرداری ورکړل شوی چې د امنیتي وضعیت سختېدو ته پام دې له غیر ضروري سفرونو او بهر ته له تګ ډډه وکړي. سفارت همدارنګه په اسلام اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ عاجلې شمېرې هم شریکې کړي چې د ستونزو په وخت کې دې د عربستان اتباع خبر ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بهرنیو هېوادونو کې د تېر نظام سفارتونو د افغان ښځو په کار کولو بندیز وغانده

په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د ګوښه شوي جمهوري نظام سفارتونو او دایمي ماموریتونو دغه عمل په کلکه غندلی دی. د افغانستان د معزول شوي رژیم سفارتونو او دایمي ماموریتونو چې لا هم فعاله دي ویلي، د طالبانو نوی حکم چې په نادولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کوي د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض دی او هغوی په کاري چاپېریال او ټولنیزو چارو کې له ګډون څخه منزوي کوي. د دغو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې نښتې؛ مقاومت جبهې د خپلو دوو قومندانانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې یو قومندان خیرمحمد خیرخواه او څو نور جنګیالي وژل شوي. د ملي مقاومت جبهې جنګیالیو او طالب ځواکونو د بغلان د اندراب په څو سیمو کې سختې نښتې کړي. مقاومت جبهه چې په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله واله مبارزه کوي تایید کړې چې د دوی یو قومندان خیرمحمد خیرخواه او څو نور جنګیالي یې وژل شوي. د دې جبهې مشر احمد مسعود په خپل فېسبوک باندې په یوه بیان کې د خیرخواه او د هغه د ځینو ملګرو وژل کېدل تایید کړي. مسعود ویلي چې د دفاع په لار کې یې ګڼ مشران له لاسه ورکړي، خو له مبارزې نه تېرېږي او د دوی لار به دوام پیدا کوي. Читать дальше...


Как отпразднуют последний звонок — 2024 в России

Важные итоги саммита Россия-Китай

Свыше 1 кг мефедрона изъяли из квартиры на севере Москвы

Скончался актер театра «Поколение» Олег Зимин



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Как отпразднуют последний звонок — 2024 в России

Путин провел встречу с послом Ирана по аварийной ситуации с вертолетом Раиси

Тернер прилетел в Москву готовиться к бою с Дациком

Волонтеры спасли пенсионерку из Приморья, которая двое суток пролежала в лесу

Музыкальные новости

«Спартак» обыграл «Рубин» в последнем домашнем матче Джикии

Создание Сайтов. Создание веб сайта. Создание сайта html. Создание сайтов цена. Создание и продвижение сайтов. Создание сайта с нуля. Создание интернет сайта.

Мозес покинет «Спартак» по окончании сезона

Воробьев открыл хоккейный турнир «Кубок Юнисон» в Красногорске

Новости России

Тернер прилетел в Москву готовиться к бою с Дациком

Президент Ирана Ибрагим Раиси погиб при крушении вертолета

Эрдоган не устоял: предложение Путина сделает Турцию «воротами» в Африку

Путин провел встречу с послом Ирана по аварийной ситуации с вертолетом Раиси

Экология в России и мире

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.

Россия, Культура, Театр и Дети - о ПДД детям показали артисты постановку в театре кукол Ульгэр в Бурятии

Кладезь полезных свойств: Кутушов рассказал о пользе шлемника байкальского

Как поделиться местоположением в WhatsApp: пошаговое руководство

Спорт в России и мире

Свёнтек выиграла десятый «тысячник» в карьере

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP

Путинцева вернулась после 0:6 и одержала важную победу

Moscow.media

«Грузовичкоф» развивает представителей бизнес-среды

После дождя...

МОСКОВСКИЙ ФЕСТИВАЛЬ ПОД ФЛАГОМ РУССКИХ СУПЕРГЕРОЕВ.

В Россию привезли недорогой надежный кроссовер намного дешевле «китайцев»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *