د ننګرهار پوهنتون د محصلانو ليک: زموږ د مظلومو خویندو پر مخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی او پهکې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې.
"هیله درڅخه لرو ترڅو زموږ د مظلوموخویندو پرمخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ."
دا د هغه لیک یوه کرښه ده، چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زدهکړو وزارت ته لیکلی او په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی.
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل محبوب چې له خپلو نورو محصلانو سره یې په ګډه دغه لیک لیکلی وایي، چې د دوی هلې ځلې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لهپاره تر هغه پورې دوام ولري، تر څو چې په خبره یې د طالبانو حکومت د افغانستان ټولو وکړو ته د زدهکړو یو شان حق نهوي ورکړی.
نوموړی وايي: "چې په یوه ملک کې تعلیم نهوي علم نهوي، هغه ملک هیڅکله پرمختګ نهشي کوی، زموږ مبارزه روانه ده، موږ کوشش کوو، چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص شي، موږ په جدي توګه له طالبانو څخه غواړو چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه خلاص کړي، زما په ګډون ټول محصلین هڅه کوي چې د روښانه راتلونکي په خوا ګامونه واخلو."
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو دا کار چې دوی له هرې شونې لارې څخه خپلو خویندو ته د زدهکړو او تحصیل زمینې مساعدول غواړي، د نورو ولایتونو د نجونو محصلانو لهخوا هم ستایل شوی دی.
د کندهار پوهنتون یوې محصلې چې نهیې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "زه د ننګرهار پوهنتون د طب د پوهنځي له محصلینو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې دوی له خپلو محصلینو خویندو سره همغږي دي، د دوی مشروع حق چې تحصیل دی غواړي یې، زما غوښتنه د ټولو ولایتونو له محصلینو څخه دا ده چې دوی هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، غوښتنلیکونه دې اماده کړي او وزارت ته دې واستوي."
اخوا بیا د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، چې دوی هم یو لیک ترتیب کړی او پهکې یې له خپلو استادانو غوښتنه کړې چې د دوی د زدهکړو د بندېدو په غبرګون استعفاوې ورنه کړي، ځکه د دوی په خبره استعفا ورکول حل لاره نهده او دا کار اکاډمیک ماحول ته لوی زیان دی.
دوی د دې لیک یو کاپي هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده.
د دغو محصلانو له ډلې یوه، چې دا هم نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وایي: "د پوهنتون استادان د استعفا په حال کې دي، زما نظر دا دی چې استعفا د حل لاره نهده، ځکه طالبان دې موضوع ته دومره ارزښت نه ورکوي، لا خوشحالیږي چې په ځای یې خپل کسان مقرر کړي."
ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد هاشمي نظر هم ولرو خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
د قوس د میاشتې په ۲۹مه نېټه د لوړو زدهکړو د وزارت لهخوا په خپاره شوي حکم کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي وو، چې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړي.
د طالبانو د حکومت دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي او خلکو په اعتراضونو او لاریونونو سره یې دا اقدام غندلی دی.