د پاکستان پوځ بلوچستان کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی
د پاکستان پوځ په بلوچستان ایالت کې د ایران پولې ته نږدې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې، پر سرتېرو یې د چهارشنبې په ورځ په پنج ګور سیمه کې برید وشو.
خبرپاڼه کې راغلي چې اورپکي د ایران له خاورې بلوچستان ته ننوتلي او د پوځي موټرو کاروان یې په نښه کړی دی.
د خبرپاڼې لهمخې له ایرانه غوښتل شوي چې دغه ترهګر پاکستان ته وسپاري.
د پاکستان صدر اعظم شبهاز شریف په یوه ټویټ کې له ایرانه غوښتي چې له خپلې خاورې ترهګریزو بریدونو ته اجازه ورنه کړي.