زلنسکي: د لوېديځ پوځي مرستې دې ژر تر ژره اوکراين ته ورکړل شي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د لوېدیځ ټانکونه او د هوایې مدافعي سیسټمونه باید ژر ور ورسیږي ترڅو وکولای شي چې د روسیې حملو ته ځواب ووایي. زلنسکي پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وینا کې دغه غوښتنه وکړه او بیګا شپه یې په ویډیويي پیغام کې وویل چې، دونباس اوس مهال د جګړې مرکز دی. هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې د روسیې هوایي بریدونه او تهاجمي عملیات په تدریجي ډول زیات شوي دي. د اوکراین ولسمشر له کاناډا مننه وکړه چې له اوکراین سره یې پوځي مرسته اعلان کړې او زیاته یې کړه چې دا مرسته ډېره پر وخت او مهمه ده. Читать дальше...