افغانستان له فساد سره د مبارزې د نړیوالو شاخصونو له مخې ۲۴ ګامونه پورته کړي
له فساد سره د مبارزې چارو پوهان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه پولي سرچینې چې د فساد لامل ګرځي، قطع شوې، د هغو دولتي ادارو خدمات چې هلته د فساد احتمال موجود و ،کم شوي او د خلکو اقتصادي حالت دومره خراب شوی دی چې که په دولتي ادارو کې د دوی کار بند وي، بډې نه شي ورکولای.