د شمالي کوریا له خوا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ازمایښت وغندل شو
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا له خوا د لیرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ازمایښت په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دغه عمل د نړیوالې ټولنې متحد غبرګون ته اړتیا لري.
شمالي کوریا پرون د جاپان لوېدیځ ساحل ته د اوږد واټن ویشتونکي بالستیک توغندی وتوغاوه.
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د فبرورۍ په ۱۸مه د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له غونډې وروسته په یوه بیان کې د شمالي کوریا دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا اقدام د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.