طالبانو د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړله
د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. د طالبانو حکومت د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر رسنيو ته په يو استول شوي پیغام کې دغه موضوع تايیدوي او وايي چې د تورخم دروازه د طالبانو حکومت له لوري تر بلې خبرتيا د هر ډول تګ راتګ، ټرانزیټي او سوداګريزو موټرو پر مخ تړل شوې ده. دغه دفتر د تورخم لپاره د طالبانو حکومت د کميسار مولوي محمد صديق له قوله وايي چې پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نهدي پوره کړي نو د طالبانو حکومت د مشرانو په لارښوونه دغه دروازه تړل شوې ده. خو دا چې پاکستاني لوري کومې ژمنې نهدي پوره کړي، په اړهيې جزییات نهدي ورکړي. Читать дальше...