د ایران په سیستان کې دوه پولیس وژل شوي
ایراني رسنیو نن راپور ورکړ چې دوه ایراني پولیس په سیستان بلوچستان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو ووژل.
دا پېښه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د ګوشان په ښارګوټي کې وشوه.
په سیستان بلوچستان کې له څو میاشتو راهیسې په کې اعتراضونه وروسته تر دې روان دي چې د پولیسو د یوه افسر له لورې پر یوې پېغلې د جنسي تېري راپورونه خپاره شول.