مثلث؛ ډیورنډ کرښې داوړو خواوو ته ښځې له څه محدویتونو سره مخ دي؟
د مثلث په دې خپرونه کې مو په افغانستان او پاکستان کې د ښځو د ژوند پر شرایطو او دا چې له څه محدودیتونو سره مخ دي بحث کړی دی.
د مثلث په دې خپرونه کې مو په افغانستان او پاکستان کې د ښځو د ژوند پر شرایطو او دا چې له څه محدودیتونو سره مخ دي بحث کړی دی.
ذاکره حکمت، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه یې د زړورې ښځې جایزه تر لاسه کړې وايي، امریکايي چارواکو سره په خبرو کې یې له هغوی غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړي. اغلې حکمت ازادي د سې شنبې په ورځ راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ښځو د حقونو د مراعتولو، د بیان د ازادۍ او دیمکراتیکو کړنو په برخه کې د طالبانو ازمویل تر اوسه کامیابه نه وو نو او ورسره مقابله کول هم جدي کړنو ته اړتیا لري. نوموړې دغه شان وايي چې له امریکايي چارواکو یې وغوښتل چې باید د افغانستان خلکو ته بشري مرستې د نړیوالې... Читать дальше...
د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېرې غازي خان سیمه کې لس کسان چې یوه ټراکټور کې سپاره وو، بېګا د اوبو کانال ته لوېدلي او مړه شوي دي. د ژغورنې د سیمه ایزې ټولنې مشر احمدکمال نن وویل، په دې ټراکټور کې ټول ۴۶ کسان زیارت ته روان وو او له دې ډلې ۲۷ تنه ژغورل شوي، خو دا عملیات د تیارې د رارسېدو له وجې وځنډېدل. دې چارواکي زیاته کړه چې د پنځو کسان مړي رااېستل شوي او ځینې نور کسان ټپیان هم ټپیان شوي دي.
بلومبیرګ خپرونه راپور ورکوي چې اروپايي ټولنه غواړي نور هېوادونه روسیې ته د هغې ټکنالوژۍ او وسایلو د استولو پر بهیر د څارنې پراختیا ته وهڅوي چې په پوځي برخه کې کار ترې اخیستل کېږي. اروپايي ټولنې ویلي چې پر اوکراین د برید له کبله پر روسیې د لوېدیځ له بندیزونو او د صادراتو د کنټرول له وضع کولو وروسته ترکیې، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او نورو هېوادو ته د اروپايي ټولنې او د جي اوه ډلې له غړو څخه د مالونو په استولو کې زیاتوالی راغلی. په وروستیو څو اونیو کې متحدوایالتونو هم نور هېوادونه هڅولي چې روسیې ته د ممنوع وسایلو د ورتګ مخه ونیسي.
د قطر په کوربتوب د اسیا سنوکر سیالیو په ۳۷م پړاو کې د افغانستان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټي سیال عبدالله ته۴-۱ ماتې ورکړه. د افغانستان بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۱مه نېټه د قطر په پلازمېنه کې محمدي د سنوکر له ۵ میدانونو ۴ وګټل او بریا یې خپله کړه. دغه راز په دې سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ بل لوبغاړی رییس خان سنزی هم نن د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې له خپلاردني سیال سره لوبه کوي. د ویلو ده چې د اسیا سنوکر ۳۷م پړاو سیالۍ به د مارچ تر اتلسمې نېټې پورې دوام وکړي. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وویل، افغانستان د پرله پسې وچکالۍ په درېیم او د اقتصادي ناورین په دویم کال کې دی. احمد شاه د کابل د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی دی. دی وایي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ وچکالۍ او د اوبو کمښت هم دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وویل: "موږ د څښلو اوبو نه لرو. په دې ژمي کې باور وکړئ داسې حال په موږ راغلی چې له خلکو مو کراچۍ اخیستې او له څو سوه متره لرې ځای څخه مو اوبه راوړي. په خوړولو کې مونږ ممکن کچالو په اونۍ کې یو ځل واخلو، چې ډېر ارزانه خواړه... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما د فعالیتونو غځولو په درشل کې د سولې نړیوال انسټېټوټ په یوه راپور کې ویلي چې که د یوناما ماموریت وغځول شي نو له ننګونو سره به مخ شي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د فعالیتونو پای ته رسېدو نېټه په نږدې کېدو ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا توصیه کړې چې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو موده دې د ۱۲ میاشتو لپاره وغځول شي. په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو غځول په کال کې یو ځل د ملګرو ملتونو... Читать дальше...
د خوست د باک ولسوالۍ د کوټکیو په سیمه کې د والیبال هغه سیالۍ چې له دریو میاشتو راهیسې روانې وې او ۶۰ لوبډلو په کې برخه واخیسته، د مارچ د لسمې په ماښام د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې. ورزشکارانو د دې لوبې په څنډه کې له چارواکو وغوښتل، چې دوی لپاره ورزشي میدانونه او لوبغالي جوړ کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ کې:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، طالبان باید له خپل ملت او نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون ناوخته د ملګرو ملتونو په سازمان کې یوه کنفرانس ته چې 'ښځې په اسلام کې' په نوم جوړ شوی و، د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې او خپل ملت سره کړې ژمنې پوره کړي. زرداري ویلي، د ځمکې پر مخ په هېڅ هېواد کې ښځې له زده کړو نه دي منع شوي او طالبان هم حق نه لري چې په ښځو بندیزونه د اسلام په نوم توجیه کړي. زرداری ویلي: "تر... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي. دې سازمان په خپله یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبانو د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې خپلې ژمنې ماتې کړي او برعکس یې د سرغړونو په کولو سره د ډېری افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی. خو ایا له طالبانو دغه ډول غوښتنې په اوس وخت کې کارنده دي؟ زموږ همکار محمد خاطر پردیس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې په اسټرالیا کې د بشر د حقونو د څار د نړیوالې ادارې غړي ماهر مومند نه مطرح کړې. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...
ایراني رسنیو نن راپور ورکړ چې دوه ایراني پولیس په سیستان بلوچستان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو ووژل. دا پېښه پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د ګوشان په ښارګوټي کې وشوه. په سیستان بلوچستان کې له څو میاشتو راهیسې په کې اعتراضونه وروسته تر دې روان دي چې د پولیسو د یوه افسر له لورې پر یوې پېغلې د جنسي تېري راپورونه خپاره شول.
په پېښور کې د مذهبي لږکیو مشرانو او د امن او انصاف لپاره جوړ قامي کمېشن غړو د مارچ پر لسمه خبري غونډه کې د بېلو پناه ځایونو غوښتنه هم کړې ده.
د 'وصال کوثر فرهنګي ټولنې' په نوم یو فرهنګي بنسټ په کابل کې د ۳۱ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره کړل. سلیمان نیازی د کابل یو له هغو بې وزلو ځوانانو څخه دی چې وايي، له کوژدې یې پنځه کاله کېږي، خو لا یې هم واده نه دی کړی. نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې پخوا یې په دولت کې کار کاوه، خو اوس وزګار دی او په اوسني حالاتو کې نه شي کولای چې واده وکړي. نیازي زیاته کړه: "پنځه کاله کېږي چې کوژده مې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې واده ونه شو کولای. اوس وزګار یم او لا هم د کار په لټه کې یم تر څو پیسې... Читать дальше...
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې له پاکستان سره تر سیالیو وړاندې تمریناتي کمپ ته افغان ملي لوبډله اعلان شوه. حمید حسن نړیوال کرکټ پرېښود او د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی شو. د افغانستان کرکټ ادارې د بورډ غړیو کلنۍ ناسته کړې ده. تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې جوړښت او راتلونکې سیالۍ یې. د افغانستان فوټسال لیګ دویم پړاو پای او د صداقت کابل اتلولي. په خپرونه کې د نور مطالبو ترڅنګ دا اونۍ د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې له نوي روزونکي حمیدحسن سره ځانګړې مرکه... Читать дальше...
د بلخ ولایت په تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو په یوې غونډې د نننۍ چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي. د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ خبریال عزیز ابرام چې د بلخ ولایت په نننۍ چاودنه کې ټپي شوی، له ازادي راډيو سره په خبرو کې له پېښې د خپلو سترګو لیدلی حال وايي. هغه وویل: "زه د تلفاتو او ټپیانو په اړه دقیق نه پوهېږم، چې کله چاودنه وشوه موږ ټول یې روغتون ته انتقال کړو. هغه خبریال چې ما ولیده او وضعیت یې ډېر خراب د پژواک خبري اژانس خبریال و، له بده مرغه مخ او ویښتان یې ټول سوځېدلي وو او پښې یې... Читать дальше...
د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو. د پېښور پولیسو هغه مهال ویلي وو چې لطیف اپریدی په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او قاتل یې نیولی دی. په دې اړه له پېښوره وسیم سجاد راپور رالېږلی دی.
د دې سیالیو پای لوبې ته د اسماعېل خېلو او مندوزیو همدارنګه تریزیو ولسوالیو د والیبال منتخبو لوبډلو لاره موندلې وه، چې بالاخره د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د جماعت اسلامې ګوند مشر سراج الحق احتجاج ته په خپله وینا کې وویل چې د مولانا هدایت الرحمان د خلاسون لپاره حکومت ته د یوې اونۍ وخت ورکوي.
د اوکراین په ختیځ کې سختې جګړې روانې دي. کییف وایي چې روسیي پوځیانو د باخموت ښار د نیولو لپاره په تېرو څلرویشت ساعتونو کې بریدونه زیات کړې دي. په دې ترڅ کې د فنلنډ صدراعظمه سانا مارین پرون د اوکراین پلازمېنې کییف ته ولاړه او اوس داسې راپورونه خپاره شوې دي چې ښایي فنلنډ اوکراین ته جنګي جېټ الوتکې ورکړي. اوکرایني پوځیانو نن خبر ورکړ چې روسي ځواکونو د دونیڅک په سیمه کې د باخموت پر ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. رویټرز اژانس د اوکراین د ولسمشر د یوه سلاکار په وینا چې د هغه د نوم یادونه یې... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي. امین الحق قاضي خېل چې په تېر جمهوري حکومت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده کوله، د کورنۍ غړي یې وايي، نوموړی تېره شپه د کونړ په مرکز اسداباد کې وژل شوی دی. د هغه د تره زوی رحمان الله قاضي خېل ازادي راډیو ته وویل، نوموړی له زېندۍ کېدو وروسته په خوړ کې غورځول شوی و. د قاضي خېل په وینا، د تره زوی یې مخکې د کونړ امنیه قومندانۍ کې پولیس و او له دې ورهاخوا یې له هیچا سره څه ستونزه نه درلوده. هغه ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د کونړ مرکز اسعداباد کې نامعلومو وسله والو تېره شپه د مخکېنی حکومت د پولیسو یو سرتېری امین الحق قاضي خېل وژلی او جسد يې ورته د مرکز اړوند د دمکلي خوړ کې غورځولی دی. د سیمې یوه اوسېدونکي چې د امنیتي دلایلو له کبله یې له نوم ښودلو او غږ ثبتولو ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل: "امین الحق قاضي خېل د پخواني حکومت د پولیسو سرتېری و، یو مینه ناک او خپلې دندې ته ژمن افغان و. هغه به تل د قومندانۍ او ولایت مخې ته د تالاشۍ ځای کې د خپلې وسلې سره برچپک ولاړ و او د شاجورونو په ملابند کې به يې د افغانستان درې... Читать дальше...
دا خبره د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر لسمه نېټه له هغه وروسته په یو خبرپاڼه کې کړې ده چې یادې ادارې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو په اړه غونډه وکړه.
د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ له شپږمې نېټې راهیسې پر احتجاج لاس پورې کړی دی. دوی په يوهنتون کې د امنیت د ښه کېدو او د وایس چانسلر د لرې کېدو غوښتنه کوي. دا احتجاج له هغې وروسته پیل شوی چې د پوهنتون د امنیتي چارو مسوول ثقلین بنګش او د اسلامیه کالج استاد پروفیسر بشیر په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول. د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه پرې ویډيويي راپور جوړ کړی دی.
له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د بیلې شوې ډلې مرکزي مرستیال مشر رضا محمد رضا د مارچ په ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل، دوی د ملګرو ملتونو د دغه ګام هرکلی کوي او غوښتنه یې ده چې باید د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
له فنلنډ څخه د رسنیو د راپور له مخې صدراعظمه سانا مارین چمتو شوې ده چې پر دې خبرې وکړي چې اوکراین ته امریکایي جېټ الوتکې ورکړي. مارین چې پرون په کییف کې وه، وایي چې هلسنکي پلان لري چې څلور شپېته نوي 'ایف-۳۵ اې' جنګي الوتکې واخلي او پخوانۍ دوه شپېته هورنیټ جنګي الوتکې ممکن اوکراین ته وسپاري. دې په ورته وخت کې وویل چې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو خبرې په ابتدایي مرحله کې دي. له میاشتو راهیسې اوکراین له خپلو متحدانو د جنګي الوتکو غوښتنه کوي. د فبروري په اتمه چې کله د اوکراین ولسمشر ولودومیر... Читать дальше...