د بریتانیا حکومت د اړوندو ادارو په وسایلو کې د 'ټیک ټاک' اپلېکېشن منع کوي
بریتانیا پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د حکومت د اړوندو ادارو په وسایلو کې د ټیک ټاک اپلېکېشن منع کوي.
د بریتانیا د کابینې اداري ريیس ویلفر ډاوډن وویل، دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې د بریتانیا د سایبري امنیت متخصصانو د ټیک ټاک په اړه څېړنې وکړې او ویې ویل چې د ټیک ټاک له لارې حساسو دولتي معلوماتو ته رسېدل ممکن دي.
ډاوډن زیاته کړه: "د ټیک ټاک اپلېکېشن، د کاروونکو د تماسونو او موقعیت په شمول ډېر معلومات ټولوي. نو که په دولتي موبایلونو او نورو الیکترونیکي وسایلو کې ټیک ټاک وکارول شي ممکن حساس دولتي معلومات ترلاسه کړي."