هندي چارواکي: د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی
هند وايي، په کابل کې د طالبانو د رژیم د نه رسمیت پېژندلو په اړه یې دریځ نه دی بدل شوی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ارندام باګچي دا خبره پرون پنجشنبې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته وکړه چې پر اساس یې ویل شوي وو چې هندیانو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د دیپلوماسۍ انلاین کورس دایر کړی دی. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې دوی د دې هدف لپاره کابل ته څوک نه دي لېږلي. د طالبانو حکومت تراوسه پورې هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.