امنيت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زدهکړو بنديزونه وغندل
امنیت شورا د امریکا په وخت د پنجشنبې ناوخته په خپله غونډه کې په دې اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پهکې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ ټینګار شوی چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.
د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړهلیک ملاتړ کړی.
په پرېکړهلیک کې همدارنګه د سولهییز، با ثباته، نېکمرغه او داسې افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی چې ټول پهکې برخه ولري.
طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته ورسېدل او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې کلک بندیزونه لګولي.