Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 28.04.2023

Pa.azadiradio.com 

شکریه بارکزۍ : د دوحې د غونډې په درشل کې د م.م د امنیت شورا پریکړه لیک مهم دی

د دوحې ناستې په درشل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر بندیز وغنده او د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلی چې له طالبانو سره دې د ښځو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه حساب کتاب وشي.

Pa.azadiradio.com 

سرچينې: د تاجکستان ملي امنيت يو قوماندان کامران رجب‌‌زاده په يوه نښته کې وژل شوی

یو شمېر سرچینې وايي، د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې یو قومندان کامران رجب‌زاده په خاروغ ښار کې په یوې نښته کې له هغو کسانو سره چې ادعا کېږي، د مخدره مواد او وسلو قاچاقبران دي وژل شوی دی. دغې کمېټې نن جمعه په یوه بیان کې ویلي چې، پېښه شپې مهال رامنځته شوې وه. د تاجکستان امنیتي بنسټونو ته نږدې دوو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې، رجب‌زاده افغانستان سره پولې ته څېرمه نښته کې وژل شوی دی. د تاجکستان پوله ساتو ادارې ویلي، په نښته کې د دوی یو عسکر وژل شوی خو په دې اړه يې نور جزيیات نه‌دي ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو يوې کمېټې اوکراين کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو یوې کمېټې نن د بشري حقونو د سرغړونو له هغې ډلې د اجباري ورکېدو، شکنجې، تیرې او د غیري قانوني اعدامونه چې ادعا کېږي د روسي ځواکونو او د روسيې د خصوصي پوځي شرکتونو له‌خوا په اوکراین کې ترسره شوي، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د نژادي تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټې له روسي چارواکو غوښتي چې، پر اوکراین د دغه هېواد د یرغل پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات وکړي. له زیات زور څخه استفاده، په خپل سر نیول، وژنې او له اوکراین څخه روسیې ته په زور د ماشومان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ثور ۸مه د مجاهدينو د بري ورځ؛ افغانستان کې د کومو بدلونونو سبب شوه؟

له نن څخه ٣١ کاله مخکې، د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه، مجاهدین په افغانستان کې بریا ته ورسېدل. د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، چې دې ورځې د افغانستان خلکو لپاره بدې پايلې درلودې. د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي وايي، د ١٣٧١ کال د غويي اتمه  په حقیقت کې د ۱۳۵۷ کال د غويي میاشتې اوومې نېټې د کودتا ادامه وه، چې د افغانانو لپاره د بدمرغۍ لامل شوه. نوموړی وايي: "قومي او مذهبي ډلې جوړې شوې، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند له بېلابېلو برخو سره يې اړيکې ټينګې کړې او د واک لېږد هم په همدې بنسټ ترسره شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايا طالبان به د ملګروملتونو نوي پرېکړه‌ليک منلو ته غاړه کېږدي؟

د نړېوالو سازمانونو د غبرګونونو او اعلامیو سره سره ولې طالبان د نړۍ غوښتونو ته غاړه نه ږدي؟ محمد خاطر پردېس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه د بشري حقونو له فعالې منیژې کاکړ نه مطرح کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د ډله‌ييز امنيت سازمان اندېښنې؛ تازه د افغانستان او تاجکستان پر پوله پنځه کسان وژل شوي

د ډله‌ییز امنیت سازمان له غونډې او اندېښنې سره هم‌مهال د افغانستان او تاجکستان په پوله د تاجک ځواکونو او نشه یي توکو د قاچاق کوونکو تر منځ نښته. د (ډله‌ییز امنیت تړون سازمان) د پنجشنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د خپلې ۳۷مې ناستې پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ او دغه شان له دغه هېواده د نشه‌یي توکو د قاچاق د پراختیا په اړه اندېښمن دي. دغه سازمان چې مشره یې د روسیې هېواد کوي د سیمې زیات شمېر هېوادونو په‌کې غړیتوب لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې غونډې ورسته یعنې د جمعې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: د افغانستان د وضعيت په اړه ملګروملتونو سره له نږدې کار کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په یوه خبري ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په واشنګټن کې جوړه شوې وه ویلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه له نږدې کار کوي. دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د دغه هېواد په اړه د نړۍ د هېوادونو له استازو سره د ملګرو ملتونو غونډې ته یوازې دوه ورځې پاتې دي. ټاکل شوې چې دغه غونډه د می میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراين د روسيې تازه بريدونه؛ ۱۳کسان په‌کې وژل شوي دي

نن سهار د هوايي عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداري وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د روسیې د وژونکو حملو په اړه راپورونه خپاره شول. د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو (Ihor Klymenko) ویلي لږ تر لږه ۱۱ کسان د چرکاسي مرکزي سیمې اومان ښارګوټي کې پر یوه نهه منزله ودانۍ د میزاییلو تر لګېدو وروسته ووژل شول. په دغه شمېر کې لږ تر لږه نهه ټپیان هم شامل دي، چې د کلیمینکو په وینا د ژغورنې د کارکوونکو په مرسته یې د لټولو عملیات روان دي. د چرکاسي سیمې د پوځي ادارې مشر ایهور تابوریڅ ویلي، په وژل شویو کې دوه تنه لس کلن ماشومان شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: خيبر پښتونخوا کې د نښتې پر مهال درې سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي چې، د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې يې له وسله‌والو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پوځ يوه چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم د ښوولو په شرط پرون ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې تېره شپه يې د نښتې پر مهال ۷ تنه وسله‌وال هم وژلي دي. د راپورونو له مخې، تېره شپه وسله‌والو د لکي مروت پر پوسټ ګرېجوېټ کالج، چې د سرحدي ځواک او پوځ کمپ په‌کې جوړ دي، بريد وکړ. د ځايي خلکو په وینا، پر دې مهال د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه تر ډېره اورېدل کېدل. تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرېکټ بورډ: خوست کې د زرغون جام سيالۍ سبا شنبه پيليږي

په خوست کې د زرغون افغانستان په نوم د کورني کرېکټ دویم پړاو لوبو ته چمتووالی روان دی. د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د یو ورځنیو لوبو دغه جام به سبا شنبه پیل او د مې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي. په دې جام کې ټولټال دیارلس لوبې ترسره کېږي چې هدف یې د کورني کرېکټ غوړېدل دي.

Pa.azadiradio.com 

د برېتانيا سمندري چارو يو سازمان: د يمن په جنوب کې پر يوې کښتۍ حمله شوې

د برېتانیا د سمندري چارو یوه سازمان نن ویلي، د جګړه ځپلي یمن د جنوب په اوبو کې پر یوه کښتۍ حمله شوې ده. دا په دې ناکرار سمندرګي کې د امنیتي پېښو وروستی مورد ګڼل کېږي. د برېتانیا د سمندري تجارت د عملیاتو ادارې، چې د کښتیو تجارت ته امنیتي خبرداری برابروي ویلي، په عدن خلیج کې پر یوې نامشخصې کښتۍ ډزې شوې دي. په دې باب نور تفصیلات نه‌دي ورکړل شوي. دا راپور داسې وخت ورکول کېږي، چې ایران تېره پنجشنبه په عمان خلیج کې د تېلو هغه ټانکر چې امریکا ته روان شوی و ضبط کړ. د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پر يو شمېر ښارونو د روسيې بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي

نن سهار د اوکراین پر ښارونو د روسیې د حملو په تازه څپه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، د دغو کسانو د وژل کېدو راپور محلي او پوځي چارواکو ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د ختیځ په ویجاړ شوي ښار بخموت کې هم د سختو جګړو د دوام راپور ورکړل شوی دی. نن سهار د هوايي عملیاتو په اړه د دوو ساعتونو له خبرداري وروسته د اوکراین پر ټولو برخو د وژونکو حملو په اړه راپورونه خپاره شول. د چرکاسي مرکزي سیمې اومان ښارګوټي کې د پوځي ادارې مشر ایهور تابوریڅ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دوه پوځي الوتکو د ټکر له امله درې امريکايي سرتېري مړه شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو درې سرتېري هغه وخت مړه او بل تن ټپي شو، چې د پنجشنبې په ورځ د الاسکا پر فضا دوې پوځي څرخي الوتکې د تمریناتو پر مهال سره ټکر شوې. د المندورف ریچارډسن ګډې پوځي اډې ویلي دوې AH-64 ډوله اپاچي څرخي الوتکې له تمریناتو د ستنېدو پر مهال سره ټکر او نسکورې شوې. دوه سرتېري ځای پر ځای مړه شول او درېیم سرتېري روغتون ته پر لار ساه ورکړه، د څلورم سرتېري په روغتون کې درملنه روانه ده. د دوی نومونه نه‌دي په ډاګه شوي. امریکايي چارواکو ویلي د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: د ملګروملتونو له پرېکړه‌ليک بايد په ګډه ملاتړ وشي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په ګډه ملاتړ وشي. دغه سازمان پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې که څه هم د افغانستان په باب د امنیت شورا غونډه د سم لوري د تګ لپاره ستایلې خو ویلي یې دي، چې د امنیت شورا په پرېکړه‌لیک کې د خلکو له حقونو د سیسټماتیکو سرغړونو له عاملانو د حساب کتاب اړتیا نه‌ده شامله شوې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرېکړه کې له طالبانو غوښتنه شوې، چې پر ښځو او نجونو ټول لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د ثور اتمه د افغان ملت د ازادۍ ورځ ده

د طالبانو حکومت د ثور یا غوايي میاشتې اتمه، یعنې پر افغانستان د مجاهدینو د بریا ورځ د افغان ملت د بري، ازادۍ او نجات ورځ بللې ده. د طالبانو په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې: "د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او ولس د کمونېزم له ښامار څخه نجات وموند." نن جمعه، د غوایي یا ثور د میاشتې اتمه په افغانستان کې د مجاهدینو د بري له ۳۱مې کلیزې سره برابر ده. د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ د هغه وخت حکومت د ۱۳۷۱ کال د ثور پر اتمه نسکور شو او مجاهدین کابل ته ننوتل، وروسته افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري له دندې منفکه شوې استاده نجونو ته په ان‌لاين بڼه وړيا تدريس کوي

د طالبانو له‌خوا له دندې منفکه شوې استاده په کډوالۍ کې افغان نجونو ته په ان‌لاین بڼه، د الجبري مضامینو وړیا درس ورکوي. استاد محبوبه اکبر وايي: "زه د اسلامي امارت له‌خوا له دارالمعلمین څخه منفکه شوم، دا مې خپله وجیبه وګڼله، چې یو څه وکړم، زما له وس فقط همدا ان‌لاین تدریس پوره و." نوموړې ادعا کوي، چې طالبانو له استادۍ منفکه کړه نو ځکه کډوالۍ ته اړه شوه. اغلې اکبر په ۱۳۹۰ کې د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي له ریاضي څانګې څخه په کادر کې فارغه او د کندهار په سید جمال الدین دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې یې استادي تر لاسه کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له جاپان د کوکنارو د بديل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

یو کال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو د طالبانو حکومت تر دې مهاله نه‌دی توانېدلی چې بزګرو ته د بديل کښت اسانتیاوې برابرې کړي. که څه هم د طالبانو حکومت د متحده‌ایالتونو په ګډون، د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې، د بزګرو لپاره د بديل کښت مرستې دې د دوی د حکومت په واک کې ورکړي، خو تر اوسه هيڅ يوه هېواد هم دې ته غاړه نه‌ده ايښې چې په دې برخه کې په مستقيمه توګه د طالبانو له حکومت سره همکاري وکړي. یوازې چاپان هغه هېواد دی چې، په افغانستان کې يې د جمهوریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د ملګروملتونو تازه پرېکړه‌ليک منلو ته غاړه کېږدي

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی. دا پرېکړه‌لیک د افغانستان په وخت تېره شپه تصویب شو، چې په‌کې په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار بندیز غندل شوی او تر څنګ یې له طالبانو غوښتل شوي چې سم‌دستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګ‌لارې او کړنې ودروي. اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا اړینه ده چې طالبان د دې پرېکړه‌لیک منلو ته غاړه کېږدي، سم‌دستي په افغان نجونو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې واکمن اتحاد او حکومت مخالفه ګوند د انتخاباتو په اړه مذاکرات کوي

د پي ټي ای د مذاکراتي کمېټۍ غړي شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو په مذاکراتو کې خپل دريځ وړاندې کړى او د واکمن ايتلاف غړو ورته ويلي چې د انتخاباتو پر موضوع به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي.

Mashaalradio.com 

بنو کې د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او شکنجې پرضد احتجاج شوی

د خيبر پښتونخوا په بنو کې ځايي خبريالانو د نامعلومه کسانو له خوا د خبريال ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد کولو ضد احتجاج کړی دی. خبريالانو غوښتنه کوله چې د ګوهر وزير د تښتونې او پر هغه د تشدد په اړه دې پلټنې وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونيول شي. د اپرېل پر ۱۹مه په بنو کې نامعلومه کسانو ګوهر وزير په سپينه ورځ او په ډک بازار کې د خلکو په مخ کې په زوره برمته کړ او د ۳۰ ساعتونو تر بند او تشدد وروسته يې خوشې کړ. نوموړی وايي چې برمته ګرو هغه ته د مرګ دړکې هم ورکړي دي.

Pa.azadiradio.com 

امريکا د ايران سپاه پاسداران پر استخباراتي اداره بنديزونه ولګول

د امریکا متحده ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د استخباراتو پر اداره او د روسیې د فدرال امنیتي سرویس د امریکایانو د ناقانونه نیولو په تور بندیزونه ولګول. د امریکا د ترهګرۍ ضد چارو او مالي استخباراتو وزارت مرستیال برایان نیلسن پرون په یوه بیان کې وویل چې، د امریکا تازه بندیزونه د ایران او روسیې لوړپوړي امنیتي چارواکي هدف ګرځوي. د هغه په خبره دا چارواکي د امریکايي اتباعو د ناقانونه بندیانولو یا یرغمل نیولو مسوولین دي. په تازه بندیزونو کې د ایران د سپاره د استخباراتو څلور رئیسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په ليرې پرتو سيمو کې سره مياشت د خلکو وړيا درملنه کوي

د ارزګان په ليرې پرتو سيمو کې د سرې مياشتې له لوري خلکو ته د روغتيايي خدماتو وړاندې کول پيل شوي. د ارزګان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، دوی په دغه ولایت کې تر هغه سیمو ځانونه رسوي چېرته چې روغتيايي مرکزونو ته لاس‌رسی کم دی. دوی وايي، په دغه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایي ټیم په درې میاشتو کې ۴۱۶۰ تنه وګړو ته لومړني روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې سلګونه هېوادوال يي کتلي او په وړيا ډول يي دوا ورکړې ده. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امنيت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو بنديزونه وغندل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل. امنیت شورا د امریکا په وخت د پنجشنبې ناوخته په خپله غونډه کې په دې اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د طالبانو د بندیزونو د غندلو تر څنګ ټینګار شوی چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي. د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی. په پرېکړه‌لیک کې همدارنګه د سوله‌ییز، با ثباته، نېکمرغه او داسې افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی چې ټول په‌کې برخه ولري. طالبان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر ښځو او نجونو د محدوديتونو د ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو پرېکړه‌ليک څومره مهم دی؟

پر ښځو او نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو امنيت شورا له لوري د پرېکړه‌ليک تصويبول څومره مهم دي؟ د ملګروملتونو امنیت شورا بېګا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شویو محدودیتونه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې هغه سم‌دستي لیرې کړي. په دې اړه نوریاس نوري د ښځو د حقونو له فعالې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې، ستاسو په نظر په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *