د خیبرپښتونخوا په هنګو کې وسله والو ۶ کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسله والو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عرفان خان له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، شاوخوا پنځوسو وسله والو په هنګو ولسوالۍ کې د 'ایم او ایل' په نوم د تېلو او ګاز د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي وسله وال فعال دي او وخت ناوخت پر دولتي سرتېرو بریدونه کوي.