اصف علي خان درانی د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ځانګړی استازی ټاکل شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي خان درانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. دغه وزارت نن سې شنبه په یوه اطلاعیه کې دغه خبر ورکړی دی. تر دې مخکې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله. صادق د مارچ پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي وو چې خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.