ازبکستان د فوټبال په یوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د مرکزي اسیا د شل کلنو ځوانانو د فوټبال سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله وروستي لوبه له ازبکستان سره ترسره کړه چې ۴ د صفر پر وړاندې یې ماتې وخوړه.
فوټبال فدراسیون وايي چې دغه سیالي نن یکشنبه په تاجکستان هېواد کې ترسره شوه او افغان لوبډله په روانو سیالیو کې د دویم ځل لپاره مات شول.
یاد فدراسیون زیاتوي چې د دې سیالیو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالي له ترکمنستان هېواد وګټله، دویمه یې له تاجکستان سره مساوي کړه او درېیمه او څلورمه یې ایران او ازبکستان ته وبایللې.
د ویلو ده چې په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې سفر هم بشپړ شو.