په ځینو ولايتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلند ادارې د يوې خبرتيا په خپرولو سره په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. ياده اداره وايي، په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيا، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، دايکندي، پروان، پنجشېر او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې سبا او بل سبا پهکې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وېره شته. دغه راز ويل شوي چې د راتلونکو دوو ورځو احتمالي ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې. Читать дальше...