د پاکستان چارواکو د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د ګرفتارۍ دعوه کړې ده
په بیان کې راغلي دي چې هغه کسان په سرګودې، ملتان، بهاولپور او ګوجراوالا کې نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې هغه مشکو وسلوال د تحریک طالبان پاکستان او د اسلامي دولت (داعش) غړي دي خو هغو ډلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.