راپورونه: طالبانو سردار محمد نادر نعیم نیولی
راپورونه وايي چې طالبانو سردار محمد نادر نعیم نیولی دی.
نادر نعیم د افغان پخوانۍ شاهي کورنۍ غړی او د مور له خوا د افغانستان د پخواني پاچا ظاهرشاه او د پلار له خوا د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار داوود خان د ورور سردار نعیم لمسی دی.
ځینو افغان رسنیو او د افغانستان لپاره د جَنوبي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ سفما مشر ضیا بومیا په دې اړه خبر ورکړی.
نادر نعیم په کابل کې و او د راپورونو په اساس پنجشنبه ناوخته د طالبانو استخباراتو نیولی دی.
لا یې د نیولو په اړه طالبانو رسماً څه نه دي ویلي او نه یې په دې اړه د خپرو شویو رپوټونو په اړه څرګندونې کړي.
نادر نعیم په وروستیو څو میاشتو کې د ګلزاد په نوم د یوه خیریه بنسټ له لارې پر یو شمېر بېوزلو او ناورین ځپلو خلکو مرستې ویشلې.