بنګلهدېش د دوو ویکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې په بري سره بشپړه شوه. دغه سیالي چې د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې پیل شوې وه، پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه. په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسیخېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې. دغه راز عظمت الله عمرزي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۲۳ منډې وکړې. د بنګلهدېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نورو ټولو یوه ـ یوه ویکټ واخیسته. Читать дальше...