سردار محمد نادر نعیم د طالبانو له لوري د ده د نیونې خبر رد کړ
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمسي سردار محمد نادر نعیم ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې د طالبانو له لوري د ده د نیونې خبر رد کړ.
هغه په پیغام کې ویلي، دمګړی کابل کې دی او په خپل کور کې ورځ په ارامۍ سره تېروي.
له دې مخکې د سفما یا د سویلي اسیا د ازادو رسنیو د بنسټ مشر ضیا بومیا په ګډون ځینو سرچینو ادعا کړې وه چې نادر نعیم د جولای په ۱۳مه د پنجشنبې په ورځ کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولی دی.
د طالبانو سرچینو هم د نادر نعیم نیونه رد کړې ده.
نادر نعیم په تېرو څو میاشتو کې د ګلزاد خیریه بنسټ له لارې بې وزله افغانانو سره مرسته کړې ده.