Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یوسفزۍ: د نجونو او ښځو محرومیت به د افغانستان راتلونکې له سقوط سره مخ کړي

د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ملاله یوسفزۍ خبرداری ورکوي چې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو محرومېدل به د افغانستان راتلونکې له سقوط سره مخ کړي.


د بشري حقونو او ماشومانو د حقونو یوه پېژندل شوې فعالې ملالې یوسفزۍ خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د نجونو او ښځو محرومیت دوام وکړي د دغه هېواد راتلونکې به له سقوط سره مخ شي.


نوموړې، چې د زده کړو په برخه کې هم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده د پنجشنبې په ورځ له 'سي این این' سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د افغان نجونو او ښځو حقونه باید په هر ډول خبرو اترو کې د نه مذاکرې وړ شرط وي.


ملاله وايي، په افغانستان کې د ښځو څنډې ته کول او هغه څه چې دوی یې زغمي، کېدای شي جنسیتي اپارټایډ ونومول شي.


نوموړې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ښځو د اعتراض ستاینه کوي او وايي د دې وخت رارسېدلی چې د دوی غږ واورېدل شي.


هغې زیاته کړه: "زه فکر کوم چې افغانستان به راتلونکی ونه لري، که هغوی 'طالبان' ښځې له دندو لرې کړي او تر کورونو يې محدودې کړي، که هغوی 'طالبان' د نفوسو نیمايي له خپلو لومړنیو حقونو چې زده کړې او کار دی محرومې کړي افغانستان به له منځه ولاړ شي، مونږ د هغوی د حقونو په اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه کوو. د نجونو او ښځو حقونه باید په هر ډول خبرو اترو کې د نه مذاکرې وړ شرط وي."


یوسفزۍ دا هم وویل چې د ښځو د زده کړو د منع کولو لپاره هېڅ کلتوري یا مذهبي دلیل نه شته او بل هېڅ کوم اسلامي هېواد د ښځو د زده کړو مخه نه ده نیولې.


تر دې مخکې، ملالې یوسفزۍ د جولای پر ۱۲مه په نایجیریا کې د 'ملالې ورځې' په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې د نړۍ له سیاسي مشرانو او خلکو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي اپارټایډ پر ضد اعتراض وکړي.


د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه‌لري، همدا رنګه د لوړو زده کړو دروازې د هغوی پر مخ تړل شوي او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کاره منع شوي دي.




په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په یوه نوي ټویټ کې د هرات ولایت د یو فرهنګي فعال د خبرو ستاينه کړې، چې په دې وروستیو کې یې، د طالبانو د یو شمېر مشرانو په شتون کې د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې.




خلیلزاد، ولي‌شاه بهره‌ په هرات ولایت کې د یو شاعر، لیکوال او سیمه ییز مشر په توګه معرفي کړی او لیکلي یې دي، دا عاقلانه خبره ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده دې د هغه سپارښتنه په پام کې ونیسي.


نوموړي د دې وینا ویډیو هم خپره کړې چې په کې ښاغلی بهره خپله غوښتنه داسې مطرح کړې: "هر هغه څه چې زمونږ دين د نارينه او ښځو د زده کړې لپاره د قرآن او حديث په چوکاټ کې مشخص کړي، موږ له اسلامي امارت څخه هغه غواړو! واخلئ د نجونو د ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو د بيا پرانیستلو یوه امتحاني دوره هرات کې پیل کړئ. د هرات ولایت چې د تاریخ په اوږدو کې یو مذهبي ښار دی، زه د هرات ولايت په استازیتوب خبرې کوم، ټولې نجونې او ښځې چې په لنډمهالي لپاره له زده کړو بې برخې شوي له رواني ستونزو سره مخ دي، موږ باید د هرات پیغام تاسو ته ووایو."




ولي شاه بهره د هرات ولایت له مشهورو فرهنګيانو څخه دى، چې په تېرو کلونو کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ د عمومي رييس، د هرات د راډيو تلوېزيون د رييس، د تاريخي اثارو د ساتنې د پروګرامونو د مسوول او په یاد ولایت کې د یوې مخکښې ورځپاڼې د مسوول په توګه دنده ترسره کړې.


د طالبانو حکومت، د نجونو د تعلیم په اړه د ملالې یوسفزۍ خبرداري او د ولي شاه بهره غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې، دې ته ورته غوښتنو ته پام نه دی کړی او تل یې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه چوکاټ چې تر اوسه ترې کوم روښانه تفسیر نه دی وړاندې کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *