Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د محرم د مراسمو محدودل؛ مخالفان یې: طالبان مذهبي نفاق جوړوي

د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو او څېرو، د محرم د لسمې په مناسبت د افغانستان د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو د واکمن حکومت محدودیتونه غندلي او مذهبي نفاق یې بللی دی.


 د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله، چې د دوی پر ضد د جنګي فعالیتونو ادعا لري، نن سهار په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي.


د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې زیاته شوې:"طالبانو د یوې داسې ډلې په توګه چې د خلکو ملاتړ نه‌لري، غواړي په افغاني ټولنه کې مذهبي زغم له‌منځه یوسي او ټولنه له اسلام څخه د طالبانو د افراطي افکارو روایت ته سوق کړي. "


د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، چې د کربلا پاڅون پر باطل د حق او د ظلم پر وړاندې د عدالت سمبول دی او د طالبانو حکومت ځکه خلک د محرم مراسمو ته نه پرېږدي، چې د دې جبهې له قوله، د هغوی په منځ کې د ظلم پر وړاندې د درېدو له روحیې وېرېږي.




د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد څخه مو د ازادۍ جبهې د څرګندونو په اړه د دوی غبرګون وغوښت، خو ځواب یې را نه کړ.


تېره اوونۍ د طالبانو حکومت یوه اعلامیه کې وویل، د محرم مراسمو به له هر ډول محدودیت پرته تر سره شي، خو د تېرې شه‌شنبې په ورځ یې ویاند ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبر ورکړی چې امنیتي تدابیرو له امله لویې غونډې او ډله‌ییز ګرځېدل، راګرځېدل محدود دي.


هغه زیاته کړه، د دې بندېز په اړه د افغان شیعه علماو نظر اخېستل شوی او دا کار د هغوی په غوښتنه شوی دی.


خو د افغانستان د شیعه‌ علماوو شورا پرون یوه خبري کنفرانس کې دا ادعا رد کړه او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل، چې د محرم په مراسمو لګېدلي هر ډول محدویتونه لغوه کړي.


د افغانستان د شیعه‌ علماوو د شورا غړی حسین عالمي بلخي وویل: "د محرم په اړه د شیعه‌ علماوو لویه غونډه وشوه. د خلکو د غوښتنې پر بنسټ ټول اهل تشیع‌ علما له اسلامي امارت څخه غواړي چې د محرم په مراسمو هر ډول لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي. همدا ډول دې د تور بیرغونو، چې د ویر او امام حسین په نوم پورته کېږي، د لګولو مخه نه نیسي. "




په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې، چې د ثبت کره نېټه یې معلومه نه‌ده خپرې شوي او په کې ادعا کېږي چې د طالبانو عسکر په مزار شریف او کابل کې د شیعه وګړو له‌خوا د تورو بیرغونو د لګولو مخه نیسي.


د طالبانو حکومت رسما د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.


په ورته وخت کې یو شمېر سیاسیون چې له افغانستان د باندې اوسېږي، د محرم په مراسمو کې د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندي او زیاتوي، دا ښيي چې طالبان نه‌دي بدل شوي.


د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه ادعا کړې، چې طالبانو له ټولو هغو سیمو چې اهل تشیع په کې مېشت دي، د وېر په مناسبت لګول شوي تور بیرغونه ټول کړي دي.




د جمعیت اسلامي د جلا شوې څانګې مشر عطامحمد نور بیا د طالبانو دا کړنه مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي او زیاته کړې، په مذهبي مراسمو محدودیت لګول، تعصب، جبر او انحصاري فکر دی.


د جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د محرم په مراسمو هیڅ ډول بندېز نه و او ترڅنګ یې د هغه مهال افغان چارواکو هم په کې ګډون کاوه.


نن د محرم الحرام میاشتې پنځمه نېټه ده.


په افغانستان کې د دې میاشتې لومړنۍ لس ورځې، د شیعه ګانو له لوري تر ډېره د ویر او په بېلابېلو نورو ځانګړو مذهبي مراسمو سره نمانځل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *