Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2023

Новости за 23.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ نن سویډن او نیدرلینډ خپلې لوبې وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن سویډن او نیدرلینډ خپلې سیالۍ وګټلې او د فرانسې او جمیکا سیالي برابره پای ته ورسیده. د نن ورځې لومړۍ لوبه د سویډن او سویلي افریقا هېواونو ترمنځ ترسره شوه، چې دوه د یو پر وړاندې د سویډن په بري تمامه شوه. دغه راز، په دویمې سیالۍ کې بیا نیډرلینډ یو د صفر پر وړاندې پرتګال ته ماتې ورکړه. همدارنګه د نن ورځې درېیمه سیالي بیا د فرانسې او جمیکا د لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو په مساوي توګه پای ته ورسېده. ټاکل شوې، چې سبا هم د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې ۳ سیالۍ ترسره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د سیالیو پرمهال ۵ د ۴ پر وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالي، چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې وه، په پایله کې یې افغان لوبډلې وکړای شول چې د یوې نومرې په توپیر بریا خپله کړي. ټاکل شوې، چې افغانستان د کافا اتلولیو پرمهال خپلې نورې سیالۍ له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.

Mashaalradio.com 

ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲ فعالانو نیولو او ورباندې د تشدد ضد مظاهره شوې

په ژوب کې د غورځنګ یو مشر اسد قرار کاکړ د جولای پر ۲۳مه تر مظاهرې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د استخباراتي ادارو کسانو خان عالم چې د ننګیال پښتین په نوم پېژندل کېږي او شعېب خان سالار دوه ورځې مخکې نیولي ول او ورباندې یې تشدد کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښاریانو شکایت: ګرمي او د برښنا پرچاوي دواړه زیات شوي

د کابل یو شمیر اوسیدونکې شکایت کوي چې د ګرمۍ په زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده. د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی مصطفی وايي د اوړي په دې ورځو کې د هوا له تودوخې سره د برښنا پرچاوي هم ډیره شوي ده. هغه ازادي راډيو ته وویل، سخته ګرمي یې ماشومانو ته  د زغم وړ نده او دبرښنا د پرچاوۍ زیاتوالي یې ستونزې لا ډیرې کړې دي. مصطفی وایي:"په څلور ویشتو ساعتونو که درې ساعته مسلسل برښنا ته اړتیا ولرو، چې نه وي، په یخچال کې هم چې خواړه کیږدو، د بې برقۍ له امله خراب(خوسا) کیږي، ستونزې ډېرې دي، تېره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سکاټلېنډ کې د زرینو سپیو غونډه شوې

په سکاټلېنډ کې د زرینو سپیو مېله ترسره شوه. دې مېلې ته د نړۍ له بېلا بېلو سیمو خلک ورغلي وو. رویټرز خبري اژانس په دې اړه رپورټ خپور کړی چې دلته یې پښتو بڼه درته وړاندې کوو.

Pa.azadiradio.com 

بلخي: طالبان وایي که د محرم مراسم تیت و پرک وي، امنیت یې نه شو ساتلی

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا وايي، د طالبانو حکومت ورڅخه غوښتي چې د محرم د مراسمو د اجرا مرکزونه کم کړي. د دې شورا منشي سید حسین عالمي بلخي نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل، طالب چارواکو ورته ویلي چې که د مراسمو مرکزونه ډیر او تیت پرک وي، امنیت یې نه شي ساتلی. خو ښاغلی بلخی وايي چې د شیعه عالمانو شورا له طالبانو غوښتي چې د محرم د مراسمو د مرکزونو له محدودولو پرته د ټولو امنیت خوندي کړي. داعش ډلې په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم پر مراسمو انتحاري بریدونه کړي، چې له کبله یې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Pa.azadiradio.com 

درېیو افغانو مېرمنو کابل کې د ښځینه جامو برانډ جوړ کړی

په داسې حال کې چې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، په کابل کې یو شمېر ښځو د افغاني جامو یو براڼد جوړ کړی. دغه برانډ، د خیاطۍ یوه کارخونه او پلورنځی لري. له دغو مېرمنو څخه يوه الياس حرير، چې ٢٣ کلنه ده او د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوې وايي، له دوو نورو مېرمنو سره يې په ګډه دا کار پيل کړى. نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"موږ درې نجونې سره راټولې شولو او دا کار مو پیل کړ. ځکه دا په يوازې نه کېږي. موږ به د یو بل په هڅونه او ملاتړ پر مخ ځو او دا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کبډۍ سیالۍ پای ته رسېدلې دي

د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکه کې د کبډي پایلوبه د مېټاخان عمري لوبډلې ګټلې. د کبډي لوبلړۍ نېږدې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه چې هر مازیګر ګڼ خلک نندارې ته ورتلل. د سیالیو جوړوونکي وایي هدف یې د ځوانانو یووالی، له نشه یې توکو لیرې کول او د خلکو ساعت تېری دی. تفصیل په ویډیو کې.

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت: تازه سېلابونو ۳۱ افغانان مړه او ۷۴ نور ټپیان کړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتلو سېلابونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.  د طالبانو د دغه وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو درې شپو او ورځو کې د سېلابونو د راوتو په پېښو کې ۳۱ تنه مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي. دغه شان سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب، ۶۰۴ کورونه ویجاړ او تر څنګ یې ۲۵۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي. د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د یک‌شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، ډېره مرګ‌ژوبله میدان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو سېلاب ځپلي: د لادرکه خپلوانو په موندلو کې مو مرسته وکړئ

په میدان وردګ ولایت کې د تېرې شپې سېلاب ځپلي وایي، چې د کورنیو د لادرکه غړو د موندنې ترڅنګ دې په نورو برخو کې بېړنۍ مرستې ورسره وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځایي چارواکو سېلاب ځپلو ولسوالیو ته د څو مرستندویو ډلو د استولو خبر ورکړی. خلکو بیا ویلي، چې د سېلاب تاوانونه او تلفات زیات دي او لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده. په دې اړه دا غږیز راپور واورئ:

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې سېلابونه؛ د ۳۰ تنو مړینه او ۷۴ نورو ټپي کیدل تایید شول

د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په تېرو درېیو ورځو کې په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن کابل کې کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي. ویل شوي په دغو سېلابونو کې تر ۲۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي. اټکل کېږي چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي. د دغو ځاني زیانونو لویه برخه د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. ځایي خلکو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کانګو له وېرې د غوښې د خوراک کمیدل؛ ډاکټران: پخه شوې غوښه کانګو نه لېږدوي

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د پېښو له زیاتیدو سره، د غوښې خوراک او پېرل کم شوي دي. د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نسيم ميوندوال وايي، په سيمه کې يې خلکو د څارويو د غوښو پېرل او پخول له دې ويرې کم کړي دي، چې کانګو ناروغي به ورته ولېږدول شي. نوموړی وايي، سيمه کې يې تر اوسه د کانګو ناروغۍ د کومې پېښې خبر نه‌دی اورېدلی خو خلک د يادې ناروغۍ د خپرېدو په اړه سخت اندېښمن دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “خلکو د زياتو غوښو خوړل کم کړي دي، ځکه وېره لري چې د کانګو وايروسي ناروغي چې ده،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: د روسیې تازه برید یو تن وژلی او ۱۹ نور ټپیان کړي

د اوکراین چارواکو نن یکشنبه ویلي، د اوکراین پر بندري ښار اودیسه نن سهار وختي د روسیې له خوا د میزاییلو په تازه برید کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دا برید د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو تر کتنې څو ساعته مخکې شوې ده.  لوکاشینکو د پوتین عمده متحد ګڼل کېږي. د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، کرملین ویلي د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې په کې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتیژیک شراکت او اتحاد بحثونه په پام کې دي. دا وروسته له هغې چې لوکاشینکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند د ځمکې ښوېیدو تلفات ۲۷ تنو ته ورسېدل

د هند په مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې د مړو شمېر نن یکشنبه ۲۷ ته زیات شو. چارواکي وايي لږ تر لږه ۵۰ کسان لا هم تري تم دي او له سختو اورښتونو سره- سره د ژغورنې ډلې خپل کار ته دوام ورکوي. د ځمکې ښویېدنې پېښه تېره پنج شنبه د پشه کال تر اورښتونو وروسته شوې ده، چې په ریګاد ولسوالۍ کې یې یو کلی لاندې کړ. په هند کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې ډلې هڅه کوي تر خاورو لاندې راګیر پاتې شوي مړي ومومي.

Pa.azadiradio.com 

د سوډان د جګړې سلمه ورځ؛ ۲۰ ملکیان تازه وژل شوي

په سوډان کې هغه جګړه چې په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ پیل شوې وه، سلو ورځو ته ورسېده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې جګړه کې پلازمېنه خرطوم ویجاړ شوی، په ډارفور کې د قومي تاوتریخوالي زیاتېدو او د څه باندې درېیو ملیونو کسانو د بېځایه کېدو سبب شوې ده. بلخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون شنبه په ډارفور کې د استوګنې پر ساحو د توغوندیو په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي. د ډاکټرانو اتحادیې ویلي د شمالي کوردفان ولایت په مرکز العبیض کې د جمعې پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ پخوانی مقام د امریکا د کرکټ بورډ اجرایه مشر ټاکل شوی

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجرایه مشر نور محمد مراد، د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ بورډ د اجرایه مشر په توګه ټاکل شوی دی. د امریکا د کرکټ بورډ ادارې پرون په یوه اعلامیه کې له دې خبر سره لیکلي، چې ښاغلي مراد د ډېرو کسانو له منځ نه لومړی د شپږو کسانو لیست او بیا د درېیو کسانو نهايي لیست ته لار ومونده، چې بالاخره دغې څوکۍ ته وټاکل شو. نور محمد مراد له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایه مشر و، چې د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنو په هغو کلونو کې د نړیوالو پام ځان ته واړاوه.

Pa.azadiradio.com 

پروان: یوه ځوان، ځان وژنه کړې ده

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یوه ځوان، ځانوژنه کړې ده. په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه ځوان د فرنجل کلي اوسېدونکی و، چې تېره شپه یې توپک په ډز سره ځان وژلی دی. د دې پېښې د انګېزې په باب څه نه دي ویل شوي. ویل شوي، په وروستیو کې په پروان او کاپیسا کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې ډېری قربانیان یې ځوانان دي.

Pa.azadiradio.com 

د شیعه علماوو شورا: طالبان دې د عاشورا مراسمو او تور بیرغ لګولو محدودیت لیرې کړي

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا، یو وار بیا د محرم د لسمې یا عاشورا د ویر پر مراسمو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د دې شورا مشر، ایت الله محمد هاشم صالحي پرون په کابل کې د شیعه عالمانو شورا په فوق العاده غونډه کې وویل: "د خلکو غوښتنه د ټولو محدودیتونو لیرې کېدل دي، باید د بیرغونو د لګولو مخه ونه نیول شي. امام حسین د وحدت محور دی. باید د امام حسین مراسم د افغانستان ټول عزیز ملت ته ازاد وي."​ د افغانستان د شیعه عالمانو شورا تېره اوونۍ وویل، د طالبانو حکومت ورته د احتمالي امنیتي ګواښونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ: سېلابونو لږتر لږه ۲۲ کسان مړه کړي

په میدان وردګ ولایت د طالبانو محلي چارواکي د تېرې شپې د سېلابونو په نتیجه کې، د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د مړینې  او لسګونو کسانو د لادرکۍ خبر ورکوي. په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي نن ازادي راډیو ته وویل:"د جلرېز د تکانې په سیمه کې پر یوه واده سېلاب راغلی، چې هلته اکثر خلک په خوب ویده وو او تر اوسه ۲۲ شهیدان له خاورو ایستل شوي او په لسګونو کسان لادرک او بې برخلیکه دي. هڅه کوو په سیمه کې د شهیدانو انتقال ته لار برابره کړو."​  دغو سېلابونو په جلرېز، چک، سید اباد، نرخ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د محرم د مراسمو محدودل؛ مخالفان یې: طالبان مذهبي نفاق جوړوي

د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو او څېرو، د محرم د لسمې په مناسبت د افغانستان د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو د واکمن حکومت محدودیتونه غندلي او مذهبي نفاق یې بللی دی.  د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله، چې د دوی پر ضد د جنګي فعالیتونو ادعا لري، نن سهار په یوه اعلامیه کې د طالبان دا عمل مذهبي نفاق ته لمن وهل بللي. د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې زیاته شوې:"طالبانو د یوې داسې ډلې په توګه چې د خلکو ملاتړ نه‌لري، غواړي په افغاني ټولنه کې مذهبي زغم له‌منځه یوسي او ټولنه له اسلام څخه د طالبانو د افراطي افکارو روایت ته سوق کړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال ۸ تنه وژل شوي، یوشمېر ژوبل دي

اخوا د پاکستان د موسمیاتو ادارې د هېواد په مختلفو برخو کې د پشکال بارانونو پر مهال په ښاري سیمو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی. د موسمیاتو ادارې د جولای پر ۲۱مه په بیان کې د جولای تر ۲۶مې پورې په پېښور، راولپېنډۍ، اسلام اباد، لاهور او ګوجراوالا کې د سختونو ورښتونو له کبله د سېلابونو اټکل کړی دی.

Mashaalradio.com 

په میدان وردګو کې سېلابونو ۱۲ کسان وژلي، ۴۰ ورک دي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې سېلابونه د جولای پر ۲۲مه شپې مهال په جلرېز، سید اباد، چک، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د مرګژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *