Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل ښاریانو شکایت: ګرمي او د برښنا پرچاوي دواړه زیات شوي

د کابل یو شمیر اوسیدونکې شکایت کوي چې د ګرمۍ په زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده.


د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی مصطفی وايي د اوړي په دې ورځو کې د هوا له تودوخې سره د برښنا پرچاوي هم ډیره شوي ده.


هغه ازادي راډيو ته وویل، سخته ګرمي یې ماشومانو ته  د زغم وړ نده او دبرښنا د پرچاوۍ زیاتوالي یې ستونزې لا ډیرې کړې دي.


مصطفی وایي:"په څلور ویشتو ساعتونو که درې ساعته مسلسل برښنا ته اړتیا ولرو، چې نه وي، په یخچال کې هم چې خواړه کیږدو، د بې برقۍ له امله خراب(خوسا) کیږي، ستونزې ډېرې دي، تېره شپه د ډېرې ګرمۍ له امله تر دولس بجو ماته خوب نه راته، په کوټه کې مو هم چاره نه کیږي، ماشومانو مې هم خوب ونکړ."


د کابل ښار د کوټې سنګي سیمې اوسیدونکې ساجده هم له سختې ګرمۍ او د برښنا د پرچاوۍ له ستونزو شکایت کوي.


هغې ازادي راډیو ته وویل: "ګرمي ډېره شوې او د برښنا ستونزې هم پیدا شوي، په اوونۍ که دوه که درې ځله کله برښنا وي او کله نه وي، د شپې له خوا خو بیخي نه وي،ان د اوبو ستونزه هم  پیدا شوې، کله چې برښنا نه وي، یخ هم نه پیدا کیږي،یخچال هم ګل ( مړ ) وي."


د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی مصور هم  دا ستونزې تاییدوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د خلکو ستونزوه ته رسیدنه وکړي.


نوموړی وایي: "زموږ برښنا سهار یو ساعت وي، بیا بیرته قطع شي، د ماښام تر پنځو ډېره ګرمي وي، زموږ ماشومان ناروغان کیږي، له حکومته مو غوښتنه دا ده، چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي."


د کابل دا اوسیدونکې د طالبانو د حکومت له برښنا شرکت غواړي، چې د برښنا د وېش په برخه کې پاملرنه وکړي، او د خلکو اړتیاو ته په کتو دې منظمه برښنا ورته ووېشي.


 


 



پرچاوی برق در جریان روزها و شب های گرم تابستان به مشکلات مردم در کابل افزوده است - عکس از آرشیف

هڅه مو وکړه د خلکو د دې ستونزو په اړه، د طالبانوحکومت د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وپوښتو، خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د  طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د تودوخې درجه ۳۳درجې او تر چهارشنبې پورې به ۳۴ درجو ته ورسیږي.


دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د بریستول پوهنتنون په یوه څیړنه کې راغلي، چې ځینې سیمې لکه: افغانستان، پاپوګینه، او مرکزي امریکا سږ کال د بې سارې تودوخې له ګواښ سره مخ دي.


د طالبانو حکومت  تر کنترول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د وېب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ،د یکشنبې په ورځ به د افغانستان په فراه او زرنج ښارونو کې د تودوخې درجه ۴۴  او ۴۵ ته هم ورسیږي.


د یادونې ده چې نړیوال بانک هم څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان کال له جون تر اګسټ میاشتې پورې به په افغانستان کې د تودوخې درجه له منځنۍ درجې پورته وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *