د عراق په کرکوک کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره نور ځواکونه ځای پر ځای شوي
د عراق امنیتي ځواکونه پرون په شمالي ښار کرکوک کې د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شول.
پولیس او امنیتي سرچینې وايي، د شنبې په ورځ د قومي ډلو ترمنځ په شخړه کې د مړو شمېر څلورو ته زیات شوی دی.
د قومي ډلو ترمنځ تر څو ورځني کړکېچ وروسته د شنبې په ورځ په کرکوک کې څلور مظاهره چیان په ډزو ووژل شول.
پولیس او روغتیايي سرچینې وايي ټول وژل شوي کسان کردان دي.
د کرکوک د پولیسو ویاند امیر شواني په یوه اعلامیه کې ویلي، پرون یکشنبه په دې ښار کې ګرځبندیز پای ته ورسېد او موټرونه په عادي ډول تګ راتګ کوي.
د ده په وینا، پر لارو او سړکونو اضافي امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي.