پوتین یو ځل بیا د اوکراین د غلې تړون کې د خپلو شرایطو پر پوره کیدو ټینګار وکړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوځل بیا د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه پر خپل دریځ ټینګار کړی. نوموړي ویلي، چې مسکو به د تورسمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د صادراتو پر تړون یوازې هغه مهال بیا ورګډ شي چې د دې موافقې ټول مواد عملي شي. ښاغلي پوتین دا څرګندونې نن د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر کتنې وروسته وکړې. اردوغان له پوتین سره تر درې ساعته وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ده په باور د غلو دانو د صادارتو د بیا پیل په اړه یوه موافقه به ډېر ژر ترلاسه شي.