د جنوبي افریقا ولسمشر روسیې ته د وسلو د لېږد ادعا رد کړه
د جنوبي افریقا ولسمشر وايي، داسې شواهد نه شته چې د روسیې یوې کښتۍ دې د تېر کال په وروستیو کې له جنوبي افریقا څخه روسیې ته وسلې او مهمات انتقال کړي وي.
سیریل رامافوسا پرون یکشنبه خپل ملت ته په وینا کې وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو د ادعا په اړه څېړنو ثابته کړه چې روسیې ته د وسلو د لېږد یو تور هم سم نه و.
د جنوبي افریقا ولسمشر ویلي، له جنوبي افریقا وسلې نه دي صادرې شوي.
د جنوبي افریقا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر په مې میاشت کې ویلي وو، د روسیې یوې بار وړونکې کښتۍ په ډسمبر میاشت کې کېپ ټاون ته نږدې د سمندري ځواکونو له یوې پوځي اډې وسلې بار کړې دي.