چارواکي:د اوکراین ختیځ کې د روسیې د بریدونو له کبله دوه مرستندویان وژل شوي
د اوکراین چارواکو پرون وویل چې د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې په بریدونو کې دوه بهرني مرستندویان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د د دغو بهرنیو مرستندویانو پر موټر د سپټمبر په نهمه چاسیو یار ښار ته نژدې د روسیې له خوا برید شوی و.
د روډ تو ریلییف موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي چې بهرني مرستندویه کارکوونکي چې په دغه برید کې وژل شوی، یو یې کاناډایی او بل یې هسپانیایی پېژندل شوي او ټپیان هم د جرمني او سویډن اتباع دي.
روسي چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون د دې هېواد پر ختیځې برخې بریدونه زیات کړي دي.