لندن، پاریس او برلین د ایران د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ موافقه کړې
لندن، پاریس او برلین وايي، د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ یې موافقه کړې ده.
دا تګلاره تهران ته د یوه نسبي مهلت په خاطر وړاندې شوې.
د ایران او نړۍ اټومي قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال د هوکړې له مخې، چې واشنګټن په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت، ټاکل شوې وه چې د اکټوبر په ۱۸مه یو شمېر بندیزونه لیرې شي، خو بریتانیا، فرانسې او جرمني د پنجشنبې په ورځ د تهران د ژمنتیا د نه شتوالي په سبب د بندیزونو د ساتلو هوکړې ته ورسېدل.
ایراني چارواکو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.