Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 15.09.2023

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازې پرانیستلو ته د خلکو غبرګونونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه نن جمعه د سپټمبر پنځلسمه بېرته پرانیستل شوه. دغه دروازه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ تر نښتې وروسته د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه. د دې دروازې په بندېدو سره زرګونه کسان له ستونزو سره مخ شول او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان واوښت.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په غور کې د 'آی اې ایم' موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

د 'آی اې ایم' په نوم د یوې خیریه ټولنې ۱۸ کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو د امنیتي مامورینو له‌خوا نیول شوي دي. 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندوی ماموریت تایید کړې ده چې د یوه بهرني په ګډون ۱۸ تنه کارکوونکي یې په غور ولایت کې نیول شوي دي. دې موسسې پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې درې تنه کارکوونکي یې نږدې دولس ورځې مخکې په غور ولایت کې نیول شوي وو او پنځلس نور همکاران یې د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۲مه له همدې دفتر څخه نیول شوي دي. دا خیریه بنسټ وايي ورته معلومه شوې ده چې همکاران یې کابل ته انتقال شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه وښوده

د منځنۍ اسیا هېوادونو یو شمېر مشرانو د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر ولسمشرانو د دغو هېوادونو د مشرانو په پنځمې مشورتي غونډه کې خپلو هېوادونو ته د افغانستان د وضعیت له امله د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د مستونګ چاودنې ضد کاربندیز شوی دی

جمعیت علمای اسلام (ف) د هغې چاودنې پرضد په بلوچستان کې کاربندیز کړی دی چې پکې د ګوند د یو مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شول. پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د کوټې د کاروباریانو ټولنې او یوشمېر نورو ګوندونو د سېپټېمبر ۱۵مې کاربندیز ملاتړ کړی دی. د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې د چاودنې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې. پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

سرګي شویګو: د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو نن جمعه وویل، د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي او د روان کال تر پایه به ۱۲ نورې هم ترلاسه کړي. دا خبره د روسیې ریا خبري اژانس کړې ده. په ورته وخت کې د روسیې تاس خبري اژانس د شویګو له خولې ویلي چې هېواد یې نوي اټومي اوبتلونه او بې سپرلیو اوبتلونه جوړوي. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په میاشت کې ویلي وو چې د روسیې سمندري ځواکونه به په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰ نوې کښتۍ ترلاسه کړي. خو دفاع وزیر له ۳۰ څخه ۱۴ ته د کښتیو د کمولو په اړه څه ونه ویل.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست د نرواکۍ تګلارې پیاوړې کړي

د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې نرواکۍ تګلاره پیاوړې کوي. د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې د نرواکۍ تګلارې پیاوړي کړي دي. دغه انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه وضعیت افغان مېرمني له جدي رواني ستونزو په ځانګړي ډول، وېرې، اضطراب، بې خوبۍ، ستړیا، غوسه کېدو او د ځان‌وژنې په اړه له فکر کولو سره مخ کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي

په تېرې یوې اوونۍ کې د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي. د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له وسله‌والې نښتې او ننه ورځې د تورخم دروازې له تړل کېدلو وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو نوې څپه پیل شوې او پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ډېری افغان کډوال د کډوالۍ کارتونه لري، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. نوموړې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په غور کې د یوې موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

د 'ای اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې ده چې په غور ولایت کې یې د یو بهرني کارکوونکي په شمول اتلس کارمندان نیول شوي دي. دې سازمان نن په یوې اعلامیې کې د طالبانو له‌خوا پر دې نیونې د خواشینۍ څرګندولو سربېره ویلي چې درې کارکوونکي یې چې په کې یو بهرنی او دوه افغانان وو د سپټمبر په ۳مه نېټه نیول شوي او د سپټمبر په ۱۳مه نېټه یې ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي هم له همدې دفتر څخه نیول شوي دي. د دې خیریه بنسټ په وینا، نیول شوي کارکوونکي یې طالبانو کابل ته انتقال کړي دي. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لیبیا کې د اورښتونو او توپانونو له کبله د مړو شمېر تر ۱۱زرو کسانو واوښت

په لیبیا کې د وروستیو اورښتونو او توپانونو په نتیجه کې د مړو شمېر تر ۱۱زرو واوښت. په لیبیا کې چارواکو نن جمعه ختیځ ښار درنا ته د ملکیانو د ننوتلو مخه ډب کړه، څو د پلټنې ډلو ته زمینه برابره شي چې تر نړېدو ودانیو لاندې او خټو کې په ۱۰زره تري تم شویو کسانو پسې د لټون عملیات پرمخ بوځي. د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لیبیا سرې میاشتې ټولنې پرون پنجشنبه ویلي، په درنا کې په دغو اورښتونو او توپان کې د مړو شمېر ۱۱زره ۳۰۰ ته ورسېد. ویل شوي په درنه کې ۱۰زره نور کسان تري تم شوي او د دانیل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ ایا اوسمهال په افغانستان کې ډیموکراسۍ شته؟

نن د سپټمبر ۱۵مه په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې دا ورځ د دې لپاره په دې نوم نومولې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ډیموکراسي ترویج کړي او پر اصولو یې عمل وکړي نو ځکه دې سازمان په ۲۰۰۷ کال کې غړو هېوادونو او نړیوالو موسسو ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر ۱۵مه د دې ورځې په توګه ونمانځي څو په نتیجه کې یې د ډیموکراسۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي. د ډیموکراسۍ ساده معنا ولسواکي یا د خلکو واکمني ده، خو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: د افغانانو په ګډون د نړۍ ۷۰۰ میلیون وګړي خوړو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه څنګه ترلاسه کړي. دغې ادارې پرون پنجشنبه ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره تقاضا په داسې وخت کې سخته زیاته شوې، چې د بشري مرستو لپاره بودیجه په وچېدو ده. د خوړو نړیوال پروګرام اجرایه رئیسې سینډي مککین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودیجې د کموالي له کبله، دغه اداره مجبوره شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ دغسې روانه ده. د خوړو نړیوال پروګرام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق د سوریې له الهول کمپ څخه د خپلو وګړو ستنول چټکوي

عراق هڅه کوي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې له هغه کمپ نه چې په لسګونو زره کسان په کې دېره دي، د خپلو وګړو ستنول چټک کړي. ډېری دغه کسان د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جنګیالیو یا هم ملاتړو ښځې او ماشومان دي. بغداد هیله لري چې په دې اقدام سره به د پولې په اوږدو کې د افراطي وسله‌والو خطر کم او بلاخره دغه تاسیسات وتړل شي. وروسته له هغې چې د کردانو په مشرۍ جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کاوه، د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې داعش ډله په سوریه کې ماته کړه، د دې ډلې اعلان شوی خلافت یې هم ختم کړ. هغه وخت د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د نېش یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي

د کندهار د نېش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ په کچه یو روغتیايي مرکز لري چې د امکاناتو د کموالي له امله د ټولو خلکو روغتیايي اړتیاوي نه شي پوره کولای. په عین وخت کې د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولان وايي، د نېش لپاره ۲۵ بستریزه روغتون منظور شوی چې په جوړېدو به یې د خلکو ستونزې حل شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د ګرفتارو افغانانو شمېر تر ۵۰۰ لوړ شوی دی

پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره شمېرې شریکې کړې دي چې له مخې یې د کراچۍ په "ختیزه ضلع کې ۱۵۴، په ملیر کې ۹۷، په کورنګۍ کې ۹۰، په مرکزي ضلع کې ۷۵ او په کېماړۍ کې ۵۶" افغانان نیول شوي دي. د پولیسو ارقام ښيي چې پاتې افغانان په درو نورو ضلعو کې ګرفتار شوي دي.

Mashaalradio.com 

د ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمینځ سړک جوړېږي

په پکتیا کې د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمینځ د ۲۰ کېلومیټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. چارواکي وايي، د سړک جوړونې چارې به څلور میاشتې وخت ونیسي او په لومړي پړاو کې ورباندې ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ لګېږي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

هند او سري لنکا د اسیا جام په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي

سري لنکایۍ لوبډلې د ۲۵۳ منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په وروستي توپ پوره کړ. د هغې لوبډلې کوشال مینډېس ۹۱، چرېت اسلانکا ۴۹ او سدیرا سماراوېکرما ۴۸ منډې وکړې. د پاکستان افتخار احمد درې او شاهین شاه اپرېدي دوه لوبغاړي وسوځول.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: نړیواله ټولنه باید د نشه‌يي موادو د ستونزو حل لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې راپور ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ښیښې تولید پيل او تر هغه وروسته يې د هر کال په تېرېدو سره تولید ډېر شوی دی، اوس که څه هم د کوکنارو کښت کم شوی، خو د هيرويينو تولید نه دی کم شوی. هغه راپور چې په افغانستان، اسيا او اروپايي هېوادونو کې د نيول شوي ښیښې پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې يوازې سل کيلوګرامه ښیښه تولید شوې وه، خو په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې دا اندازه دوو زرو او اوو سوو کيلوګرامو ته ورسېده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوداګر وايي د تورخم لارې تړلو ورته لوی مالي زیان واړاوه

دارو خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دواړه هېوادونه د یو بل لپاره د تجارت تر ټولو ښه بازارونه دي خو حکومتونه یې دې خبرې ته په سنجیدګۍ پام نه کوي. خان جان الکوزی وايي، د پولې تر تړل کېدو مخکې به هره ورځ پر تورخم له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې مال وړونکو ګاډو تګ راتګ کاوه.

Pa.azadiradio.com 

د مهسا امیني د مرګ لومړی تلین؛ ایران ۱۸ فعالان نیولي

د مهسا امیني د مرګ د لومړي تلین د پوره کېدو په درشل کې لږ تر لږه اتلس تنه فعالان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوی. ایراني چارواکو د مهسا امیني د تلین د نمانځلو په درشل کې د فعالانو او هغو خلکو نیول او ځپنه پیل کړې چې غواړي مظاهرې پیل کړي. مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ د تهران د ارشاد پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه او دې پېښې په ټول ایران کې پراخې مظاهرې وپارولې. مهسا امیني د ایران د کردستان ښار د سقز اوسیدونکې وه چې تهران ته په سفر کې د حجاب د نه رعایت له امله نیول شوې وه. په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لندن، پاریس او برلین د ایران د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ موافقه کړې

لندن، پاریس او برلین وايي، د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ یې موافقه کړې ده. دا تګلاره تهران ته د یوه نسبي مهلت په خاطر وړاندې شوې. د ایران او نړۍ اټومي قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال د هوکړې له مخې، چې واشنګټن په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت، ټاکل شوې وه چې د اکټوبر په ۱۸مه یو شمېر بندیزونه لیرې شي، خو بریتانیا، فرانسې او جرمني د پنجشنبې په ورځ د تهران د ژمنتیا د نه شتوالي په سبب د بندیزونو د ساتلو هوکړې ته ورسېدل. ایراني چارواکو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

پاکستان نن سهار له نهو ورځو وروسته د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ لپاره پرانیسته. نن سهار وختي د تورخم لار، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه عبوري سیمه ده، د باروړونکو موټرو او پیاده مسافرو پر مخ پرانیستل شوه. په جنوبي اسیا کې دغه لاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو لانجمنه لاره بلل کېږي. دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په تورخم کې ظاهراً د یوې پوستې د بېرته جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوله‌ ساتو ترمنځ نښته وشوه. په تورخم کې د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده

د کرکټ په اسیا جام کې سریلانکا وتوانېد پاکستان ته ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار پيدا کړي. سریلانکا د اتو لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان د ۲۵۲منډو هدف ترلاسه کړ. په دې سره پاکستان له اسیا جام بهر شو او تمه ده په پایلوبه کې را روانه یکشنبه سریلانکا له هند سره لوبه وکړي. د اسیا په جام کې دا وار افغانستان هېڅ لوبه ونه ګټله که څه هم ځینې یې په ډېر کم توپیر وبایللې.

Pa.azadiradio.com 

هند کې د سلګونه افغان محصلانو اعتراضیه غونډه؛ محصلانو د ویزو د مودو غځول غوښتي

په هند کې سلګونو افغان محصلانو، چې د وېزو موده یې پوره شوې، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي. افغان محصلان وايي، سره له دې چې زده کړې یې بشپړې شوي نه دي، خو له دې کبله چې د هند حکومت د پخوا په شان د دوی د وېزو موده نه اوږدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې کېږي او له بلې خوا له دې هیواده وتلو ته اړ ایستل کېږي. د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې، هند هر کال زرګونو افغان محصلانو ته د هند په پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسترۍ د دورې لپاره بورسونه ورکول، خو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د پاکستان له محبسونو ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي

په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له محبسونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان له دې سره سره په پاکستان کې نیول شوي وو چې قانوني اسناد یې لرل. دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو تر ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا په تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی دی.


1XBET Qazaqstan Hockey Open. Сборная Казахстана с минимальным счетом уступила команде России

Крупный пожар охватил административное здание на востоке Москвы

Источник 360.ru: на Соколиной Горе в Москве загорелись цеха мебельного завода

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

На кадастровый учёт в Москве поставили земельные участки для 44 жилых зданий

Пожар произошел на заводе по производству искусственного камня в Москве

Блогер Блиновская планирует обратиться с иском о банкротстве - Федресурс

Производство алюминиевой продукции модернизируют в Люберцах

Музыкальные новости

Волейбол: «Локомотив» из Калининграда завершил сезон на втором месте в Pari Суперлиге

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

Собянин рассказал о программе развития туризма столицы до 2030 года

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Новости России

Вяльбе: Бородавко слишком деспотичен для меня — жили бы всю жизнь на ножах

Руководитель подмосковного ГУСТ Аипова провела еженедельный штаб

В Музее Победы рассказали о мероприятиях к 9 Мая

Семейный заезд в детском лагере «Литвиново» организуют в мае

Экология в России и мире

Новые коллекции Gods Passion и Kolchuga

В четверг начинается арктическое вторжение на Москву: в субботу уже -3С, а вечером пойдут дожди

Российская империя в фото 40

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга

Спорт в России и мире

Чех Легечка пожелал здоровья россиянину Медведеву, который снялся с их матча

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде

Увидит ли Париж Мирру из России? Андреева дает жару в Мадриде и включается в олимпийскую гонку

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде

Moscow.media

Коршун

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Пётр Алексеевич Спичев

Цветочный водоворот

Музеи Твери. Лисичкины сказки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *