کانادا یو لوړپوړی هندی ډیپلومات له خپلې خاورې اخراج کړ
کاناډا یو لوړپوړی هندی ډیپلومات له خپلې خاورې اخراج کړ.
دا اقدام وروسته تر دې وشو چې د کاناډا صدر اعظم جستن ترودو پرون وویل، د موثقو ادعاو له مخې د هند حکومت ممکن په کاناډا کې د یوه سېک فعال په وژنه کې لاس ولري.
د هرډیپ سنګ نیجر په نوم دغه سک فعال د تېرې جون میاشتې په ۱۸مه د کاناډا په برېټېش کولبمیا سیمه کې په ډزو ووژل شو.
د کاناډا صدر اعظم خپل پارلمان ته ویلي، په دې اړه یې تېره اوونۍ د جي شل په غونډه کې د هند له صدر اعظم نریندرا مودي سره هم خبرې کړي دي.
د کاناډا بهرنیو چارو وزارت اخراج شوی هندي ډيپلومات په کاناډا کې د هند د استخباراتو مشر یاد کړی دی.
نړیوالو اژانسونو د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې حکومت یې د کاناډا د دغې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.