یونسکو: ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر ٦ میلیونه ډېر شوی
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره یا یونسکو وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته په نړۍ کې د هغو ماشومانو او زلمیانو په شمېر کې شپږ میلیون زیاتوالی راغلی چې له زده کړو پاتې دي. د یونسکو له خوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې د دې شمېرو د زیاتېدو یو علت په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز او ترڅنګ یې په ټوله نړۍ کې د زده کړو د پرمختګ د بهیر پر وړاندې روان رکود دی. د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا... Читать дальше...