Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان اساسي قانون جوړوي؛ ایا دوی یې جوړېدو لپاره شرایط او معیارونه پوره کړي؟

د طالبانو د حکومت ستره محکمه خبر ورکوي چې د اساسي قانون په جوړېدو یې کار پیل کړی دی.


د طالبانو حکومت چې په تېرو دوو کلونو کې یې حکومتولي بې له کوم قانون مخته وړې، اوس وايي چې‌ د اساسي قانون د جوړېدو لپاره یې کار پیل کړی دی.


د طالبانو د حکومت د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات وروستیو کې په خپله‌ ایکسپاڼه دا خبر تایید کړی دی.


د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس هم راپور ورکړی چې اوسمهال د سترې محکمې تر لارښوونې لاندې د اساسي قانون د جوړېدو کارونه روان دي.


د طالبانو د اساسي قانون د جوړېدو د څرنګوالي او منځپانګې په اړه تر اوسه هېڅ ډول معلومات خلکو او رسنیو سره شریک شوي نه‌دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد موده وړاندې طلوع نیوز ته ویلي وو، د اساسي قانون په جوړېدو یې کار پیل کړی او له بشپړېدو وروسته به یې یو شمېر شوراګانې او د دوی د حکومت رسمي کابینه هم اعلان شي.


خو د اساسي قانون د جوړېدو مراحل، تصویب او منځپانګه څه ډول شرایطو ته اړتیا لري؟


دې پوښتنې ته په ځواب کې په اروپا کې د افغان حقوقپوهانو د ټولنې رییس سید عبدالواحد سادات ازادي را‌ډیو ته وویل: "د اساسي قانون د جوړېدو لپاره باید د افغانستان په کچه یو لوی ملي کمېسیون جوړ شي. تصوبېدل یې باید د خلکو په رایې او یا هم ریفرنډم وشي او یا هم د انتخابي لویې جرګې له لارې تصویب شي. د اساسي قانون منځپانګه باید د اتباعو حقوق او ازادۍ تعریف، د دولت اساسات او د درې ګونو قواوو څرنګوالی مشخص کړي."


د ویلو ده چې د طالبانو حکومت په خپله لومړۍ دوره یعنې" ۱۹۹۶ـــ ۲۰۰۱" کې بې له کوم قانون حکومتي چارې مخته وړې وې.


د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د سترې محکمې قاضي او د حقوقي چارو کارپوه عتیق‌الرحمن حبیب وايي، د مشروعیت له پلوه نړۍ اوسمهال له طالبانو سره هېڅ ډول تعامل نه‌لري او دوی د یوه ډیموکراتیک نظام د جوړېدو لپاره هېڅ هم نه‌دي کړي.


هغه ازادي راډیو ته وویل، لېرې ده چې په دې قانون کې د یوې ډیموکراته او ولسواکې ټولنې معیارونو ته پام وشي او که د طالبانو پلویان بیا هم د یوې مشابه ایډیالوژۍ پر بنسټ په لویه جرګه کې دا قانون تصویب کړي، پر بنسټ به یې نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت ونه پېژني.


حبیب زیاته کړه: "له ډیموکراټیکي پلوه شاید، د سیاسي ټولن پېژندنې، فرهنګي، انسان پېژندنې، چاپېریال ساتنې، اقتصاد او نور مسایل په دې قانون کې ځای نه‌شي او ټول د یوه اسلامي مقدسې کلمې په مختاړي او وروستاړي وپېچل شي. دا قانون به د یوې ډیموکراټیکي او ولسواکې ټولنې داسې نسخه نه‌وي چې پر بنسټ یې طالبان نړۍ په رسمیت وپېژني."


تر اوسه معلومه نه‌ده چې د طالبانو په اساسي قانون کې به کوم موضوعات رانغاړل شوي وي، خو کال وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت معین عبدالکریم حیدر یوې خبري غونډې ته ویلي وو، افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه‌لري او د هېواد چارې د قران او اسلامي قوانینو پر بنسټ حل کېدای شي.


هغه زیاته کړې وه، د خلکو ستونزې اوسمهال د حنفي فقهې پر بنسټ حلېږي او که مشر یې دوی ته د قانون د جوړېدو امر وکړي، د قران او حنفي فقهې پر بنسټ به بشپړ قانون جوړ کړي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اوسنی رژیم په کور دننه او نړیواله کچه د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر وړاندې د ځپونکو سیاستونو په عملي کېدو تورن دی.


خو دا ټول موضوعات طالبانو رد کړي او تل یې ادعا کړې چې دوی د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي، خو تر اوسه هیڅ کوم هېواد د همدې ځپونکو اقداماتو له امله د طالبانو اوسنی رژیم په مشروعیت نه‌دی پېژندلی.


د مخکیني جمهوري نظام اساسي قانون ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې و.


دا قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال لویې جرګې تصویب کړ.


په دې قانون د دولت‌دارۍ او نورو مسایلو ترڅنګ، ډیموکراسۍ، فردي حقونو او انتخاباتو ته هم پاملرنه شوې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *