Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اذربایجان په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي

اذربایجان په لانجمنه ناګورنو قره باغ سیمه کې پوځي عملیات چې هغه یې د ترهګرۍ ضد بللي، پیل کړي دي.


اذربایجان وایي، په جلا شوې ناګورنو قره باغ سیمه کې یې د پوځي اهدافو پر ضد چې هغه یې قانوني بللي، عملیات پیل کړي دي.


دې هېواد ویلي، په سیمه‌ییزه کچه د ترهګرۍ ضد دغه اقدام وروسته له هغې شوی چې نن د ورځې په لومړیو کې په دوو ماین چاودنو کې شپږ تنه ووژل شول.


د توپخانې بریدونه نن لږ وروسته له هغې پیل شول چې باکو د ارمنستان ډلې چې هغه یې ورانونکو بللې په هغو دوو ماین چاودنو کې په لاس لرلو تورنې کړې چې د پوځ څلور پرسونل او دوه ملکي وګړي د ناګورنو قره باغ په هغه سیمه کې ووژل شول چې د روسي پوله ساتو تر کنټرول لاندې ده.


اذربایجان نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار کړی چې په دغو عملیاتو کې به ولسي خلک او ملکي تاسیسات نه په نښه کېږي او یوازې به قانوني پوځي هدفونه له منځه وړل کېږي.


په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د ترویزم ضد دغو عملیاتو په اړه د روسیې د سوله ساتو ځواکونو قومندانۍ او د ترکیې-روسیې د څارنې ګډ مرکز ته هم معلومات ورکړل شوي دي.


د اذربایجان د فاع وزارت په یوه جلا اعلامیه کې په ناګورنو قره باغ سیمه کې دېره د ارمنستان پوځي ځواکونو تورن کړي چې جلا شوې سیمې ته څېرمه د اګدام په ولسوالۍ کې یې د اذربایجان پر پوځي پوستو بریدونه کړي دي.


د ارمنستان دفاع وزارت په ناګورنو قره باغ سیمه کې د کړکېچ د زیاتوالي په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شپې له دوو بجو راهیسې د ارمنستان د پولې په اوږدو کې نسبتاً وضعیت آرام و.


د ارمنستان په پارلمان کې د اپوزیسیون یوه غړي تیګران ابراهمین پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې اذربایجان په دروغو ناګورنو قره باغ پر ترهګرۍ تورن کړی او سیمه کې یې پوځي اهداف په نښه کړي دي.


په ناګورنو قره باغ کې دیره یوه خپلواک خبریال مورات وانیان ازادي راډیو ته تایید کړه چې د اذربایجان توپخانې په سیمه کې په شدت ډزې کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه په سیمه کې چې سوله ساتي ځواکونه یې مېشت دي، کړکېچ ته اندېښنه لري، خو زیاته یې کړه چې ځواکونه به یې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.




په سیمه کې د روسیې سوله ساتی ماموریت وروسته له هغې پیل شو چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لنډې جګړې وروسته اوربند وشو.


په دغه جګړه کې د هر یوه لوري له دوه زره زیات پوځیان ووژل شول.


په سیمه کې دغه کړکېچ یوه ورځ وروسته تردې زیات شو چې په ناګورنو قره باغ کې ارمني ټبرو ته بشري مرستې له سره پیل شوې.


دغه مرستې وروسته له هغې پیل شوې چې پر دې سیمې واکمنو چارواکو له دې سره موافقه وکړه چې د روسیې له خوا برابرې شوې دغه مرستې دې د باکو تر کنټرول لاندې سیمې څخه د اګدام له لارې مستیقماً د سیمې پر خلکو وویشل شي.


د دې کار په بدل کې د اذربایجان چارواکو هممهاله د لاچین د هلیز له لارې جلا شوې سیمې ته د مرستو له رسولو سره موافقه کړې ده.


د امریکا او اروپایي ټولنې مشرانو له اذربایجانه غوښتي چې محاصره شوې سیمې ته چې د خوراکي توکو، انرژۍ او درملو له کمښت سره مخامخ ده، د بشري مرستو د لېږد بهیر اسانه کړي.


ارمنستان او آذربایجان د نګورنو قره باغ په سر چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمنیان دي، دوه ځلې جګړې کړي دي.


دغه غرنۍ سیمه په نړیواله کچه د اذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *