یونسکو: ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر ٦ میلیونه ډېر شوی
د یونسکو له خوا ورکړل شوي معلومات ښيي چې د دې شمېرو د زیاتېدو یو علت په افغانستان کې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو بندیز او ترڅنګ یې په ټوله نړۍ کې د زده کړو د پرمختګ د بهیر پر وړاندې روان رکود دی.
د ۲۰۲۱ میلادی کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منع شوي او د ۲۰۲۲ په ډسمبر میاشت کې پوهنتونونه هم د دوی پر مخ وتړل شول.
طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دی، خو د ښځو د ازادیو د محدودولو په برخه کې د دوی فرمانونو افغان مېرمنې، د ښځو فعالان او د بشري حقونو نړیوالې ادارې اندېښمنې کړي.