Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو او پاکستان د جنجال دوام؛ ټي ټي پي به په ګډه وځپي؟

د پاکستان سرپرست صدراعظم وایي، د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه غندي او باید دا حملې ودرول شي.


انور الحق کاکړ پرون د ملګرو ملتو کلنۍ عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان د افغانستان له خوا د ورتلونکو ترهګرو په ځپلو بوخت دی.




نوموړي وويل:"


د پاکستان لومړیتوب دا دی چې له افغانستانه د راروانې ترهګرۍ مخه ونیول شي او وځپل شي. پاکستان له پولې پورې غاړه ترورستي بریدونه  چې د پاکستان پرضد کیږي غندي. دا حملې د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې کیږي. موږ تل له کابل سره د دې بریدونو د مخنیوي لپاره د همکارۍ په لټه کې یوو.  "


که څه هم افغان طالبانو بیا- بیا ویلي دي چې هچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري په بل هیواد کې برید وکړي، خو بیا هم لیدل کیږي چې پاکستاني چارواکي په دې ژمنه باور نه کوي.


په کومه ورځ چې انور الحق کاکړ په نیویارک کې دا خبرې د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته کولې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني امریکا غږ ته وویل، چې افغان طالبانو له ده سره په کابل کې ژمنه وکړه چې د هغو یاغیانو پرضد به جدي اقدامات وکړي چې د پاکستان امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.




د ښاغلي دراني په خبره دا ژمنه د پنجشنبې د ورځې د خبرو په ترڅ کې وشوه چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې وکړې.


د دې لیدنې کتنې پرمهال دواړو لوریو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډې پولي د امنیتي وضعیت د څارنې لپاره به سلامشورو ته دوام ورکوي.


تحریک طالبان  پاکستان( ټي ټي پي) د پاکستان دننه د ګڼو بریدونو مسوولیت منلی دی او اسلام اباد بیا بیا دا خبره کوي چې دې ډلې افغانستان ته پناه وړې ده او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته یې په پاکستان کې حملې ډیرې شوې دي.




افغان طالبان وایي، د دې په ځای چې پاکستان نور ملامتوي خپله کورنۍ ستونزه دې په خپله هواره کړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو پرضد جدي ګامونه واخلي.


ښاغلي جیلاني په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ د ترکیې له دولتي رسنۍ سره د خبرو پرمهال ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې په شمول د ترهګرو ډولو شتون نه یوازې د پاکستان لپاره، د ټولې سیمې لپاره د سترې اندیښنې وړ خبره ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *